نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د کندهار ښار د گوش خانو په سيمه کې دوې چاودنې رامنځته شوې، چې پکې څلور تنه مړه او درې نور ټپيان شول.
نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د کندهار ښار د گوش خانو په سيمه کې دوې چاودنې رامنځته شوې، چې پکې څلور تنه مړه او درې نور ټپيان شول.
د کندهار د ډنډ ولسوال احمدالله نازک د دواړو پېښو پخلى او زياته يې كړه، چې لمړى چاودنه ځان مرگى بريد وو، چې په وينا يې يوه کرولا ډوله موټر کې يې چاودېدونکي توکي ځاى پرځاى کړي وو.
نوموړي زياته كړه، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، كله چې دوى له کوره د دفتر په لور روان وو او په ترڅ كې يې څلورتنه مړه، چي دوه کوچنيان هم پكې وو او دوه نورټپيان شول، چي په وينا يې، ټپيان يي روغتون ته ورسول.
د ولسوال نازك په وينا، پېښه كې مړه او ټپيان ټول ملكي خلك وو.
نازك زياته كړه، دويمه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، كله، چي دوى بېرته له سيمې څخه روان ، چي څېرمه ورته ځاى پر ځاى شوى ماين وچاودېد.
نوموړي زياته كړه، په دغه پېښه کي يوازې يو پوليس ژوبل شو.
خو د روغتون ډاکتران بيا وايي، چي دوى ته د پېښې له ځايه څلور ټپيان او دوه مړي ور وړل شوي.
خو د دې دواړو چاودنو په اړه تردې دمه د دولت کومې مخالفې ډلې يا وسلوالو طالبانو څه ندي ويلي.
د يادونې وړده، چې تېره ورځ هم په ميوند او ارغنداب ولسواليو کې د ماين چاودنې رامنځته شوې وې، چې پکې اتلسو تنو ملكي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې وه.
دا په داسي حال کې ده، چې د څوو ورځو راپدېخوا په کندهار کې يو ځل بيا چاودنو او ترورونو زوراخيستى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


