په داسې حال كې، چې په دې وروستيو كې د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه د جنګ- جګړو او تاوتريخوالي راپورونه ډېرشوي، په هېواد كې د ولسي خلكو په مرګ ژوبله كې ۲۹ په سلو كې ډېر والى راغلى دى.
په داسې حال كې، چې په دې وروستيو كې د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه د جنګ- جګړو او تاوتريخوالي راپورونه ډېرشوي، په هېواد كې د ولسي خلكو په مرګ ژوبله كې ۲۹ په سلو كې ډېر والى راغلى دى.
دغه خبره د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري پرون د تېرې ميلادي مياشتې جولاى د امنيتي راپور د وړاندې كولو پر وخت وكړه.
بشري وويل، چې په جولاى مياشت كې۲۷۰ تنه ولسي خلك په بېلابېلو چاودنو او بريدونو كې وژل شوي، چې ډېرى يې د وسلوالو
مخالفينو له خوا د ماينونو او بمونو قربانيان دي.
همدارنګه بشري زياته كړه، چې په دغه مياشت كې ۶۷۳ وسلوال مخالفين وژل شوي دي.
دكورنيوچارو وزارت د معلوماتوله مخې، په تېرې ميلادي مياشتې كې ۵۸۸ ولسي خلك او ۲۹۱ تنه پوليس ټپيان شوي دي.
د دغه وزارت په وينا، ۲۶۳ تنه د وران كارو فعاليتونو او ۱۱۲ تنه د نشه يي توكو د كارو بار په تور نيول شوي دي.
د كورنيو چارو وزارت چارواكي وايي، چې په تېره مياشت كې تر ټولو ډېر امونيم نايټريټ مواد، چې په چاودنو كې كارول كېږي او په زرګونو كيلو ګرامه نشه يي توكي هم نيول شوي دي.
د رپوټونو له مخې، د هوا د ګرمېدو له كبله د هېواد په يو شمېر سيمو كې، د وسلوالو مخالفينو فعاليتونه ډېرشوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


