ads

هالنډي عسکر نن له افغانستانه وځي

هالنډ لومړنى هېواد دى، چې له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي. دا كار به نن (د اگست لومړۍ نېټه) د وروستي هالنډي سرتېري په وتلو بشپړ شي.     هالنډ لومړنى هېواد دى، چې له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي. دا كار به نن (د اگست لومړۍ نېټه) د وروستي هالنډي سرتېري په […]

نویسنده: TKG
10 زمری 1389

هالنډ لومړنى هېواد دى، چې له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي. دا كار به نن (د اگست لومړۍ نېټه) د وروستي هالنډي سرتېري په وتلو بشپړ شي.

 

 

هالنډ لومړنى هېواد دى، چې له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي.

دا كار به نن (د اگست لومړۍ نېټه) د وروستي هالنډي سرتېري په وتلو بشپړ شي.

په افغانستان کې د هالنډي سرتېرو پر ماموريت په هالنډ کې ډېرې لانجې پيدا شوې وې.

تېر کال د دوى ايتلافي حکومت د همدغه ماموريت له امله ړنگ شو او نوي انتخابات پکې ترسره شول.

هالنډ ټول ټال ١٧٠٠ سرتېري په افغانستان کې درلودل او په ارزگان کې يې په ډېرو نښتو کې هم برخه نه درلوده.

هالنډيانو ته د نورو هېوادونو د سرتېرو په پرتله کمه مرگ ژوبله پېښه شوه ، خو د دوى تر ټولو ډېر ياد شوى سرتېرى د لوى درستيز زوى و، چې په ارزگان کې ووژل شو.

برتانوي  رسنيو د ځينو طالبانو له خولې ويلي، چې گواکې په دې کار خوشاله شوي دي.

د ناټو له خوا په دې باب ډېر څه نه دي ويل شوي، خو خپله په ارزگان کې د هالنډيانو پر ځاى وار دمخه  اسټراليايي او امريکايي سرتېري ځاى پر ځاى شوي دي.

له هالنډ وروسته به کاناډا بل هېواد وي، چې راتلونکى کال له افغانستانه خپل سرتېري  وباسي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA