ads

د امريکا دفاع وزير بايد له افغانانو بښنه وغواړي

د ويکي ليکس بنسټ اېښودونکي د امريکا د دفاع وزير څرګندونې رد کړې. د دې ويب پاڼې موسس د افغانستان د جګړې په اړه له خپرو کړيو اسنادو دفاع کوي.       د ويکي ليکس بنسټ اېښودونکي د امريکا د دفاع وزير څرګندونې رد کړې. د دې ويب پاڼې موسس د افغانستان د جګړې […]

نویسنده: TKG
10 زمری 1389

د ويکي ليکس بنسټ اېښودونکي د امريکا د دفاع وزير څرګندونې رد کړې. د دې ويب پاڼې موسس د افغانستان د جګړې په اړه له خپرو کړيو اسنادو دفاع کوي.

 

 

 

د ويکي ليکس بنسټ اېښودونکي د امريکا د دفاع وزير څرګندونې رد کړې.

د دې ويب پاڼې موسس د افغانستان د جګړې په اړه له خپرو کړيو اسنادو دفاع کوي.

د ويکي ليکس موسس جوليان اسانګ، چې خپله اسټراليايي دى، د شنبې  په ورځ يې يو بيان خپور کړ او د رابرټ ګېټس دا خبره يې رد کړه، چې د سندونو خپرېدل د افغانستان پر جګړې ناوړه اغېز کوي، په تېره بيا پر بهرنيو او افغان ځواکونو، ځکه چې ډېر  پټ اجرا آت شوي دي.

اسانګ د ګيټس د خبرو په اړه وويل، د امريکا دفاع وزير او نوره حکومتي اداره بايد د دې پر ځاي چې د استخباراتو غم کوي راوړاندې دې شي او د هغو کارونو تحقيقات دې وکړي چې په افغانستان کې څه شوي دي.

اسانګ زياته کړه چې د امريکا دفاع وزير د دې پر ځاي چې د خپرو شويو سندونو په خپريدو خپګان وكړي ورته پکار دي چې دافغانستان له ولسه بښنه وغواړي. د ويکي ليکس موسس زياته کړه چې دبشري حقونو په برخه کې به د دوې ويب پانه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA