په کندز ښار كې تير ماښام په يوه ځان وژونکي بريد کې ديوه پخواني قوماندان په ګډون درې تنه وژل شوي دي . دكندز دوالي وياند محبوب الله سعيدي كليد ته وويل ،چې ځانمرګى بريد تير ماښام
په کندز ښار كې تير ماښام په يوه ځان وژونکي بريد کې ديوه پخواني قوماندان په ګډون درې تنه وژل شوي دي .
دكندز دوالي وياند محبوب الله سعيدي كليد ته وويل ،چې ځانمرګى بريد تير ماښام شا وخوا ٧بجې د فوټبال په يوه ميدان کې وشو ، چې په نتيجه کې دولت پلوى يوپخوانى قوماندان او دوه نور کسان ووژل شول او دشلو په شاوخوا كې نور ټپيان شوي دي .
سعيدي وويل د بريد هدف دسيلاب په نوم يو پخوانى قوماندان و.
وسله والو طالبانو ددغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي ، چې ددوى هدف داربكيانو مشر ، قوماندان سيلاب و .
ديادولو ده ،چې په دغه ولايت كې دغه داربكيانو دريم قوماندان دى ، چې وژل كيږي .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


