ads

هلمند كې د تور شهزاده په نوم عمليات تر سره شول

په هلمند ولايت کي د ځايې چارواکو په وينا، په نادعلي او مارجې ولسواليو کي د تور شهزاده په نوم لنډ مهاله عمليات، چې د ګډو ځواكونو لخوا تر سره شول په برياليتوب پايته ورسېدل. د هلمند والي وياند وايي، چې دغه عمليات د سيمې د خلکو او قومي مشرانو په غوښتنه په برياليتوب سره […]

نویسنده: TKG
9 زمری 1389

په هلمند ولايت کي د ځايې چارواکو په وينا، په نادعلي او مارجې ولسواليو کي د تور شهزاده په نوم لنډ مهاله عمليات، چې د ګډو ځواكونو لخوا تر سره شول په برياليتوب پايته ورسېدل.

د هلمند والي وياند وايي، چې دغه عمليات د سيمې د خلکو او قومي مشرانو په غوښتنه په برياليتوب سره تر سره شوي دي.

په نادعلي او مارجه ولسواليو کې د تور شهزاده په نامه عمليات په داسي حال کې پيل شوي دي، چې هلته د وسله والو طالبانو کړنې او خوځښتونه ډېر شوي وو.

د هلمند د والي وياند داود احمدي وويل، دغه عمليات د ولايت د نظامي شورا د پريګړې پر بنسټ تر سره شوي.

نوموړي زياته كړه، د ولسواليو له مسؤلينو غوښتنه شوې وه، تر څو د ولسواليو په نا امنه سيمو کي د امنيت د ښه والي په  موخه  ګډ پوځي عمليات تر سره کړي.

وياند همدا راز وايي، چې دغه عمليات د سيمې د خلکو او قومي مشرانو د غوښتنې سره سم سرته ورسېدل، خو مرګ ژوبله يوې خواته هم نه ده اوښتې.

احمدي زياته کړه، چې دا ډول عمليات به تر دې وروسته په ټولو هغو سيمو کې، چې د طالبانو څرک پكې تر سترګو کيږي تر سره او تر عملياتو وروسته به په سميه کې د امنيتي پوستو د د جوړولو سربېره دوامداره ګزمي ګرځي.

په همدې حال کې د وسلوالو طالبانو يو تن وياند قاري يو سف احمدي وايې، چي پرون  يې په همدې وخت کې په مارج کې لس د ملي اوردو سرتيري په يوه بريدکي وژلي دي.

خو د والي وياند داود احمدي  د طالبانو کړې ادعا نه مني.

نادعلى، چې د مرکز لښکرګاه لويديځ او جنوب لوديدځ په ١٥ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده، د ځايې اوسيدونکو په وينا، د سعيد اباد ترڅنګ د نادعلي ولسوالۍ  يو شمېر نورې سيمې هم  هره ورځ د درنو جګړو شاهدې وي.

بل پلو تېره ورځ د هلمند په يوه بله ولسوالۍ سنګين کې يوه اتيا کلن سپين ږيري ځانمرګى بريد تر سره کړى، چې په ترڅ كې يې د ايساف ځواكونو ۲ سرتيري وژل شوي دي.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي د وژل شويو بهرنيانو شمېر ۱۱ په ګوته کړى و.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA