د هالنډ يوې ورځپاڼې راپور ورکړ، چې طالبانو له افغانستان څخه د هالنډي ځواکونو د وتلو په اړه د هالنډ د حکومت د پريکړې هرکلى کړى.
د هالنډ يوې ورځپاڼې راپور ورکړ، چې طالبانو له افغانستان څخه د هالنډي ځواکونو د وتلو په اړه د هالنډ د حکومت د پريکړې هرکلى کړى.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي، د هالنډ فولکس کرانت ورځپاڼې ته ويلي، طالبان د زړه له کومې، د هالنډ د حکومت د دې پريکړې هرکلي کوي او مبارکي ورته وايي.
په افغانستان کي د دېره، شاوخوا دوه زرو هالنډي عسکرو د ماموريت موده د راتلونکي يکشنبې په ورځ پاي ته رسيږي.
دې ځواکونو څلور کاله وړاندي په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت پيل کړي و.
ناټو له هالنډ څخه غوښتي، چې په افغانستان کې دې خپل پوځي ماموريت د ۲۰۱۱ کال د آګست ترمياشتې پورې وغځوي.
په افغانستان کې تر دا مهاله ۲۴ هالنډي عسکروژل شوي دي.
هالنډي پوځيان په اروزګان ولايت کې مېشت دي او ټاکل شوې ده د هغوي ځاى امريکايي پوځيان ونيسي.
کاناډا، چې پوځيان، يې په کندهار کې دېره دي، هم ويلي، چې له افغانستانه خپل ځواکونه باسي.
بريتانيا بيا ويلي، چې له څلورو تر پنځو کلونو پورې به له افغانستانه خپل ټول محارب پوځيان وباسي او امريکا بيا ويلي، چې د راتلونکي (۲۰۱۱) کال له جولاي څخه به د خپلو ځواکونو په ايستلو پيل وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


