ناټو پرون اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د امريکا شپږ نور سرتېري ووژل شول او په دې ډول جولاى مياشت په تېرو نهوو کلونو کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د تلفاتو ريکارډ مات کړ.
ناټو پرون اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د امريکا شپږ نور سرتېري ووژل شول او په دې ډول جولاى مياشت په تېرو نهوو کلونو کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د تلفاتو ريکارډ مات کړ.
تردې مخکې تېره جون مياشت د امريکايي او نورو نړيوالو ځواکونو لپاره په تېرو نهو کلونو کې تر ټولو خونړۍ مياشت وه ځکه، چې په جون کې د يو شمېر راپورونو له مخې ۱۰۲ او د يو شمېر نورو له مخې ۱۰۳ تنه نړيوال ځواکونه وژل شوي وو.
خو روانه جولاى د جون په پرتله د نړيوالو ځواکونو لپاره زياته خونړۍ نه ده.
د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونو پرون وويل، چې د دوي يو عسکر د طالبانو په حمله کې وژل شوى او دوه نور يې د افغانستان په جنوب کې د سړک د غاړې په بمي بريد کې وژل شوي دي.
وروسته په افغانستان کې مېشتو امريکايي پوځيانو وويل، چې د پنجشنبې په ورځ په جنوب کې په يوه بله پېښه کې د دوى درې نور پوځيان هم په يوه چاودنه کې وژل شوي دي.
د دغو شپږو امريکايي پوځيانو له وژل کېدو سره په روان جولاي کې (چې لا يې نن ورځ پاتې ده) د امريکايي پوځيانو د تلفاتو شمېر ۶۶ تنو ته ورسېد.
په جون کې، چې د نړيوالو او امريکايي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ مياشت بلل شوې وه ، ۶۰ امريکايي عسکر وژل شوي وو.
په روان ميلادي کال کې تر اوسه پورې ۲۶۴ امريکايي پوځيان وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


