ads

امنيت شورا د ۵ طالبانو نومونه له تور لېسته ووېستل

د ملګرو ملتو امنيت شورا له خپلو وسله والو مخالفينو سره د افغانستان د دولت د پخلاينې د هلو ځلو د ملاتړ لپاره د جمعې په ورځ د طالبانو د پنځو غړيو نومونه له تورلېسته وه اېستل. افغان حکومت د سولې د ملي مشورتي جرګې له پرېکړو وروسته هڅې پيل کړې، چې د ملګرو ملتو […]

نویسنده: TKG
9 زمری 1389

د ملګرو ملتو امنيت شورا له خپلو وسله والو مخالفينو سره د افغانستان د دولت د پخلاينې د هلو ځلو د ملاتړ لپاره د جمعې په ورځ د طالبانو د پنځو غړيو نومونه له تورلېسته وه اېستل.

افغان حکومت د سولې د ملي مشورتي جرګې له پرېکړو وروسته هڅې پيل کړې، چې د ملګرو ملتو امنيت شورا قانع کړي، چې له خپل تور لېسته د لسو وسله والو طالبانو نومونه وباسي، خو دې شورا يوازې د پنځو کسانو نومونه ايستلي دي.

د امنيت شورا هغې کمېټې، چې د طالبانو او القاعده پرضد د بنديزونو څارنه کوي، وويل، هغه کسان، چې نومونه يې له تور لېسته اېستل شوي تر ۲۰۰۱ پورې يې د طالبانو د رژيم لپاره کار کاوه .

د دې کمېټې په وينا په دغو پنځو کسانو کې د عبدالحکيم مجاهد (چې په نيويارک کې د طالبانو استازى و)، محمد اورنګ (د کانونو پخواني مرستيال وزير)،، عبدالسلام ضعيف (په پاکستان کې د طالبانو سفير)،عبدالستار پکتين (چې په بهرنيوچارو وزارت کې يې کار کاوه او يوه موده د عامې روغتيا وزارت مرستيال و) او دوه وژل شوي طالبان لکه عبدالصمد خاکسار او د باميانو پخوانى والي محمداسلام محمدي شامل دي.

پر دې اساس امنيت شورا يوازې درې پخواني طالب چارواکي له تور لېسته اېستلي، چې هغه هم په کابل کې اوسي او د څارونکو په وينا د کرزي د سولې او پخلاينې له بهير سره ډېره مرسته نه شي کولي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA