ads

هرات كې دوه ايټالوي سرتيري ووژل شول

ايټاليا دفاع وزارت وويل، چې پرون يې دوه عسکر په افغانستان کې د سړک د غاړې په چاودنه کې ووژل شول . د ايټاليا صدراعظم سيلفيوبر لوسکوني د وژل شويو عسکرو د کورنۍ له غړيو سره د خواخوږى ترڅنګ په دې ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې د ايټاليايي پوځيانو شتون ضروري دي.   ايټاليا […]

نویسنده: TKG
7 زمری 1389

ايټاليا دفاع وزارت وويل، چې پرون يې دوه عسکر په افغانستان کې د سړک د غاړې په چاودنه کې ووژل شول . د ايټاليا صدراعظم سيلفيوبر لوسکوني د وژل شويو عسکرو د کورنۍ له غړيو سره د خواخوږى ترڅنګ په دې ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې د ايټاليايي پوځيانو شتون ضروري دي.

 

ايټاليا دفاع وزارت وويل، چې پرون يې دوه عسکر په افغانستان کې د سړک د غاړې په چاودنه کې ووژل شول .

د ايټاليا صدراعظم سيلفيوبر لوسکوني د وژل شويو عسکرو د کورنۍ له غړيو سره د خواخوږى ترڅنګ په دې ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې د ايټاليايي پوځيانو شتون ضروري دي.

د ايټاليا دفاع وزارت په يوې خپرې شوې خبر پاڼې کې ويلي، چې د افغانستان په هرات کې دوه بم شنډونکي ايټالوي ماهران وروسته له دې ووژل شول، چې دوى دې ته ورته نور چاودېدونکي مواد په بري سره شنډ کړل.

د ايټاليا د پارلمان ولسي جرګې او همداراز مشرانو جرګې د دې پېښې په خاطر يوه دقيقه چوپتيا غوره کړه.

ايټالياپه افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې د نړيوالو ځواکونو (ايساف) په چوکاټ کې درې زره درې سوه (۳۳۰۰) سرتيري لري، چې په هرات او کابل کې دېره دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA