د لغمان چارواکي د دې ترڅنګ، چې د دې ولايت په وروستيو سېلابونو کې پينځه وېشت تنو ته د مرګ، ژوبلې د کچې لوړيدل مني، وايي يوازې د لسو مړو له کورنيو سره يې د جمهور رئيس د فرمان له مخې نقدي مرستې كړي.
د لغمان چارواکي د دې ترڅنګ، چې د دې ولايت په وروستيو سېلابونو کې پينځه وېشت تنو ته د مرګ، ژوبلې د کچې لوړيدل مني، وايي يوازې د لسو مړو له کورنيو سره يې د جمهور رئيس د فرمان له مخې نقدي مرستې كړي.
بل لوري ته د کونړ چارواکي وايي تېره شپه بياد دې ولايت په بېلا،بېلو سيمو کې زيانمنونکي سېلابونه راوتي، چې د ګڼو مالي زيانونو ترڅنګ ځاني زيان هم لري.
د لغمان د والي وياند ګل رحمان همدرد کليد ته وويل، چې په دې ولايت کې د اوړمې شپې سېلابونو کې د مرګ، ژوبلې کچه پينځه وېشتو تنو ته رسېدلې، چې له دې منځه يوولس مړي او څوارلس نور ټپيان دي.
همدرد دغه راز وايي چې د لسو مړو کورنيو سره د ولسمشر کرزي په فرمان د طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې سل،سل زره افغانۍ نقدي مرسته کړې، خو نور سېلاب ځپلي له مرستو په دې بې برخې دي، چې دوى ورته د مرستو څه په واک کې نه لري.
له مرستو بې برخې سېلاب ځپلي بيا پر حکومت ورسره د نه مرستو له امله نيوکې لري او وايي چې بايد بېړنۍ مرستې ورسره ترسره شي.
هېره دې نه وي چې دا لومړى ځل نه دى، چې لغمان کې ورته سېلابونه ولسي خلک ځپي، تردې پخوا هم دا طبيعي پېښې ډېرې شوي، چې د زيانمنو په وينا يې حکومت ورته د مرستې لاس نه دى ورغځولى.
بل لوري ته د کونړ چارواکي وايي تېره شپه بياد دې ولايت په بېلا،بېلو سيمو کې زيانمنونکي سېلابونه راوتي، چې د ګڼو مالي زيانونو ترڅنګ ځاني زيان هم لري.
د کونړ د والي وياند ادرېس غروال کليد ته وويل، چې سېلابونه د دې ولايت د مرکز اسعداباد په ګډون پر ټولو ولسواليو راوتي، چې لسګونه ولسي کورونه پکې نړيدلي او دغه راز د مالي زيانونو ترڅنګ ځاني زيان هم لري.
غروال د دغو زيانونو کوم شمېر ونه ښود، خو ويې ويل، چې له خورا ستونزو سره مخ سېلاب ځپلي لا د چا له مرستو نه دي برخمن شوي او بېړنيو مرستو ته اړدي.
د کونړ د کرنې او مالدارۍ رئيس انجينر محصل کليد ته وويل، چې د تېرې شپې سېلابونو په دې ولايت کې زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې او دغه راز يې د دوى د کب ساتنې يو فارم او همدا شان ګڼ پلونه له ځانه سره وړي.
د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي هم کليد ته په دې ولايت کې د درنو سېلابونو راوتل تاييد کړل، خو ويې ويل مرستندويو ډلو يې زيانمنو سره له پخوا چمتوالى درلود او اوس يې زيانمنو سره مرستې روانې دي.
د کونړ وروستي سېلابونه، چې له يوې پېړۍ راهيسې بېساري ګڼل شوي، ځپل شوي خلک يې بياد والي برعکس دوى ته د مرستو د نه رسېدو شکايت لري او وايي تر څو ورځينيو زيانونو وروسته يې لا هم چا کوم لاسنيوى نه دى کړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


