ads

سالنگ كې ترافيكي پېښې ۹ تنو ته مرگ ژوبله واړوله

د كابل- مزار شريف پر لويه  لاره نن سهار د ترافيكي پېښې له كبله  يو تن مړ او ۸ نور ټپيان شول. د بغلان ولايت د ترافيكو مدير سيد محبوب سادات كليد ته وويل، نن سهار يو ۳۰۳ موټر، چې  له كابل څخه د مزار پر لور روان و، د شمالي سالنگ په سيمه كې […]

نویسنده: TKG
7 زمری 1389

د كابل- مزار شريف پر لويه  لاره نن سهار د ترافيكي پېښې له كبله  يو تن مړ او ۸ نور ټپيان شول. د بغلان ولايت د ترافيكو مدير سيد محبوب سادات كليد ته وويل، نن سهار يو ۳۰۳ موټر، چې  له كابل څخه د مزار پر لور روان و، د شمالي سالنگ په سيمه كې د ترافيكي پېښې ښكار شو .

 

د كابل- مزار شريف پر لويه  لاره نن سهار د ترافيكي پېښې له كبله  يو تن مړ او ۸ نور ټپيان شول .

د بغلان ولايت د ترافيكو مدير سيد محبوب سادات كليد ته وويل، نن سهار يو ۳۰۳ موټر، چې  له كابل څخه د مزار پر لور روان و، د شمالي سالنگ په سيمه كې د ترافيكي پېښې ښكار شو .

د سادات په وينا، په دغه پېښه كې  يو تن وژل شوى  او اته نور ټپيان دي،  چې د دريو ټپيانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دى.

سادات د ترافيكي پېښې لامل د موټر چلوونكي بې احتياطي او زيات سرعت په گوته كړ.

په دغه وروستيو كې د هېواد په لويو لارو ترافيكي پېښې زياتې شوي، چې چارواكو يې  علت د سرك د غاړې بمي چاودنو له كبله د سرك خرابوالى ښيي

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA