ads

د پكتيا ولايتي شورا د خپل تړلي دفتر ور پرانيست

د پكتيا د ولايتي شورا دفتر، چې له تېرې يوې اونۍ را په دې خوا په احتجاجي ډول تړل شوى وو پرانيستل شوو. ياد دفتر له هغه وروسته وتړل شوو، چې  په دې ولايت كې بهرنيو ځواكونو خپل سرې عمليات او د ولسي خلكو بې اړتيا تالاشيانې وكړې.   د پكتيا د ولايتي شورا دفتر، […]

نویسنده: TKG
7 زمری 1389

د پكتيا د ولايتي شورا دفتر، چې له تېرې يوې اونۍ را په دې خوا په احتجاجي ډول تړل شوى وو پرانيستل شوو. ياد دفتر له هغه وروسته وتړل شوو، چې  په دې ولايت كې بهرنيو ځواكونو خپل سرې عمليات او د ولسي خلكو بې اړتيا تالاشيانې وكړې.

 

د پكتيا د ولايتي شورا دفتر، چې له تېرې يوې اونۍ را په دې خوا په احتجاجي ډول تړل شوى وو پرانيستل شوو.

ياد دفتر له هغه وروسته وتړل شوو، چې  په دې ولايت كې بهرنيو ځواكونو خپل سرې عمليات او د ولسي خلكو بې اړتيا تالاشيانې وكړې .

هغه غونډه، چې د ولايتي شورا د تړل شوي دفتر د پرانيستې په موخه جوړه شوې وه، د پكتيا په ولايتي چاروكو سربېره پكې د مشرانو د جرګې سرپرست فضل هادي مسلميار او د پكتيا قومي مشرانو ګډون كړى وو.

فضل الهادي مسلميار د بهرنيو ځواكونو داسې كړنې وغندلې او د ولايتي شورا له  غړو يې وغوښتل، چې خپل فتر دې پرانيزي .

قومي مشرانو او د ولايتي شورا غړيو شرط كېښود كه بهرني ځواكونه د بيا لپاره داسې تيروتنې وكړي، نو دوى به  ملي پاڅون وكړي.

د تېرو څو كلونو په اوږدو كې بهرنيو ځواكونو خپل سري عمليات د هېواد په ګوټ ، ګوټ كې تر سره  كړي او په لسګونه ولسي وګړو ته يې مرګ ژوبلې اړولې.

له دې وړاندې د پكتيا ګاونډي خوست ولايتي شورا هم د بهرنيو ځواكونو د خپل سريو عملياتو له كبله په حتجاجي توګه خپل دفتر د يو څه وخت لپاره تړلى وو، خو لا هم د ځواكونو له خوا په سيمه كې وخت ناوخت خپل سري عمليات كېږي او له امله يې ډيرى وخت ملكي وګړي ځورېږي .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA