په غزني ښار کې نن سهار د خصوصي امنيتي کمپنۍ پر يوه موټر د ماين د چاودنې له امله درې ساتونکي ووژل شول. د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ کشفي مرستيال سمونوال غني خان رسنيو ته وويل، چې چاودنه د ښار اړونده د پکتيکا پر لويه لاره د ارزو په کلي کې وشوه.
په غزني ښار کې نن سهار د خصوصي امنيتي کمپنۍ پر يوه موټر د ماين د چاودنې له امله درې ساتونکي ووژل شول.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ کشفي مرستيال سمونوال غني خان رسنيو ته وويل، چې چاودنه د ښار اړونده د پکتيکا پر لويه لاره د ارزو په کلي کې وشوه.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې درې ساتونکي ووژل شول او يو تن يې ټپي شوى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې په چاودنه کې څلور ساتونکي وژل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې هم په دې ولايت کې د خصوصي امنيتي کمپنۍ پنځه ساتونکي وژل شوي وو
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


