پوښتنه : تاسې د افغانستان د کرکټ لوبډلې نوى روزونکى په توګه وټاکل شوى، نو د افغان لوبډلې د وړتيا په اړه تاسو څه فکر کوى، بله دا چې تاسو په لوبډله کې د کومو نوښتونو او بدلونونو غوښتونکي ياست ؟
پوښتنه : تاسې د افغانستان د کرکټ لوبډلې نوى روزونکى په توګه وټاکل شوى، نو د افغان لوبډلې د وړتيا په اړه تاسو څه فکر کوى، بله دا چې تاسو په لوبډله کې د کومو نوښتونو او بدلونونو غوښتونکي ياست ؟
ځواب : بسم الله الرحمن الرحيم ، لومړى، خو له كليد راډيو نه مننه کوم، چې موږ يي دلته راوبللو.
د افغانستان کرکټ لوبډلې په تېرو دريو کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې، ټوله نړۍ يي حيرانه کړې، چې له پنځم ډويژن څخه يي دى مقام ته ځانونه را ورسول. په دې کې د روزونکي کبير خان او ټولو لوبغاړو هڅې د يادولو دي، خو اوس زما په اند افغان لوبډله بايد يا پخپله مقام کې پاتې شي او يا له دې بره لاړه شي، ځکه که له دې مقامه يو ځلې ولويږي نو بيا يي پورته کيدل ستونزمن کار دى.
نو اوس، چې زه د کبير خان او نورو لوبغاړو په غوښتنې راغلم، د توپ وهنې په خوا کې به کورنيو لوبو ته ډېر پام وشي، ځکه دلته د کرکټ لوبه دومره نشته او که شته هم نو بايد منظمه شي، که دلته په پنځو کلونو کې پنځه شپږ لوبغالي جوړ شوي واى نو زما په باور په راتلونکي کې به سيمه ييز لوبغاړي په ډېرې ليوالتيا سره راشي او دلته به لوبې وکړي.
ما د کرکټ بورډ له چارواکو او ډاکټر حميد سره په ليدنه کې هم دا وړانديز وکړ، چې بايد دلته اکاډمۍ جوړې شي او خپله د سيمې لوبغاړو ته ډيره توجه وشي.
دې کې شک نشته، چې دې لوبغاړو ته توجه کيږي، خو ډېره تکيه په پېښور کې لوبغاړو ته کيږي.
نو تر هغې، چې د سيمې کرکټ نه وي، نو يو ځايناستى نه پيدا کيږي او کومه لوبډله، چې ملاتړ او ځايناستي ونلري، نو سوکه سوکه رالويږي.
نو زه به له لوبغاړو، بورډ او نورو سره په ليدنو کې هڅه وکړم، چې په جلال اباد، کابل يا کندهار او هر چرته، چې کرکټ ډېر وي، هلته دې اکاډمۍ او لوبغالي جوړ کړي.
دلته په ښونځيو کې هم ښه استعدادونه شته، خو پيژندل او په بېلابېلو کتګوريو يي وېشل په کار دي.
پوښتنه : تاسو د افغان لوبډلې لوبې ليدلي، له سويلي افريقا سره، له هندوستان سره، ستاسو له نظره د افغان لوبډلې هڅې او کارکردګي څنګه وه ؟
ځواب : زه له اوسه نه بلکې له ډېر پخوا څخه د افغان لوبډلې لوبې څارم، په انټرنټ کې، په کرکټ انفو کې، کله، چې دوى په ارجنټاين کې وو، نو دوى د پنځم ډېوېژن په سياليو کې لوبه کوله، دا هر څه ما څارل، همدا راز له کبير خان سره مې تماس نيوه، چې د افغانستان د کرکټ لوبډلې څه پرمختګ کړى.
په دې کې تر ټوله ستره خبره دا وه، چې افغانستان د نړيوال شل اوريز جام سياليو ته لاره ومونده، خو هلته د دوې د ګروپ لوبډلې (( هندوستان او سويلې افريقا)) ډيرې غښتلې وې او هلته لوبه هم څه اسانه خبره نه ده، خو د دوې کارکردګي ښه وه، ډېره بده نه وه، خو ستونزه دا ده، چې کله هندوستان، اسټراليا او يا پاکستان په کمو منډو وسوځي، نو ډېر ژر بېرته خپله حالت راګرځي، ځکه، چې هلته کرکټ ډير زيات دى، له هر لوبې وروسته يوه بله لوبه که هغه ټېسټ وي يا نورې ترسره کيږي.
خو موږ بايد دې ته وګورو، چې له افغانستان سره څه دي، په مياشتو مياشتو لوبې نه کوي، چې په داسې حالاتو کې سم تمرين نه کيږي.
له کبير خان او افغان کرکټ بورډ سره په ملتيا به زما هڅه دا وي چې دا لوبغاړي بوخت وساتو، که هغه په پاکستان کې وي، دوبۍ کې وي، خو که دا لوبغالي په افغانستان کې واى، نو زما هڅه به دا وه، چې همدلته ترسره شوې واى.
زه بيا هم وايم او هڅه مې همدا ده، چې لږ تر لږه يو لوبغالى دلته جوړ شي.
پوښتنه: راشد لطيف صيب يوه خبره دا ده، چې د پاکستان کرکټ ډېر پرمختګ کړى، د پاکستان لوبډله په نړۍ کې پيژندل شوې او لوبغاړي يي ډېر ښه لوبيږي، پوښتنه دا ده، چې تاسو د افغان لوبډلې د يوه روزونکي په توګه به وکړاى شي، چې د پاکستان تکړه تکړه لوبغاړي د لوبو لپاره دلته را وغواړۍ يا افغان لوبغاړي هلته بوځى تر څو افغان لوبډله لا ښه لوبه وکړي؟
ځواب : بلکل زما پلان هم دا دى تر هغې، چې دلته خپل لوبغالي او اکاډمۍ نه وي جوړه، نو په لاهور کې نېشنل اکاډمي شته او اى سي بي ته زما وړانديز دا وي، چې په کراچۍ کې زما درې اکاډيمۍ کار کوي، هلته لاړ شو او څومره لوبې، چې کوي زمينه به ورته برابره کړم، په تېره بيا نوي لوبغاړي د هر څومره وخت لپاره، چې غواړي نو کولاى شي، چې راشي او هلته ماسره، چې کوم لوبغاړي دي لکه يونس خان، عاصم کمال ،دانش کنيريا، محمد سميع ، خالد لطيف او نور که له دوې سره لوبې وکړي يا په ګډه ورسره يو ټيم جوړ کړي، چې دا به ډير ژر يو بدلون راولي.
او که دوې همدلته اووسي او کرکټ ونکړي نو دا ښکاره ده، چې دوې به هيڅ ونکړاى شي او تر هغې، چې دلته اکاډمۍ او لوبغالي نه وي، نو کبير خان او کرکټ بورډ ته زما وړانديز دى، چې لوبغاړي دې هلته واستوي.
ځكه زه په دې باوري يم، چې نوي او زاړه لوبغاړي څومره هم ډېر ولوبېږي هم هومره ګټه لري.
پوښتنه : تاسو يادونه وکړه، چې تاسو به له ١٩ کلنو او ١٦ کلنو لوبغاړو سره ډېر کار کوى او له هغو نه به ښه ښه لوبغاړي راټولوى، چې ملي لوبډلې ته لاره وکړي، نو تاسو به يوازې ملي لوبډلې سره کار کوى او که دې نورو سره هم ؟
ځواب : نن زما دويمه ورځ ده ،او نن هم باران وو، له پرون څخه مې خپله دنده پيل کړه، که څه هم د سکاټلينډ سفر ته دومره وخت نه دى پاتى، نو اوس له ملي لوبغاړو سره کار کوم.
خو له ١٩ کلنو سره له سفره وروسته به له کرکټ بورډ سره ګورم او د شاوخوا ٢٥ يا ٣٠ ځوانانو يو ډله به جوړه کړم، چې د ټول افغانستان په کچه تکړه لوبغاړي وي، ځکه دې پخوانيو لوبغاړو د افغانستان لپاره ډېرې لاسته راوړنې لرلې، خو د دوې ځايناستي نه ليدل کيږي او تر هغې، چې د دوې ځايناستي نه وي پيدا شوي، نو په راتلونکې کې د کرکټ د پرمختګ مخه ډپ کيږي.
دا په پاکستان كې هم کيږي، چې کله يو پخوانى لوبغاړى ځي نو پر ځاى يي نوى لوبغاړى راځي.
او که په راتلونکو دوو دريو کلونو کې دا کار ترسره نه شي، نو د افغانستان لپاره به دا يوه ستره ضايعه وي.
پوښتنه : راشد صيب تاسو د پاکستان يو ښه ويکټ کيپر پاتې شوي ياست او ويکټ کيپران، خو په فيلډنګ کې هم ډېر تکړه وي، نو د افغان لوبډلې د فېلډنګ لپاره به تاسو څه کوۍ؟
ځواب : فيلډنګ که کيپنګ لپاره؟
پوښتنه : د دواړو لپاره ؟
ځواب : د فيلډنګ لپاره دوه درې خبرې دي، چې لومړى هم نارمل فيلډنګ لپاره تمرينونه، خو روان دي، خو دوه درې نور تکتيکونه هم شته، چې هغه د توپ نيونې لپاره ډېر مهم دي.
دا خپله ذهني لوبه ده او هغه بايد خپله لوبغاړى پخپل ځان کې وروزي، نو دا دې پورې اړه نه لري، چې زه يا کبيرخان يا کوم کوډګر راشي او دا هرڅه جوړ کړي، بلکې د لوبغاړو فکر بدلول په کار دي، يو مثبت ليدلورى بايد لوبغاړو ته وليږدول شي، نو دا فکر بايد په افغان لوبډله کې پوخ شي او کله، چې دوې منفي فکر لرې کړي او مثبت فکر پيدا کړي، نو هرو مرو يو پرمختګ ليدل کيږي.
او بالکل په فيلډنګ او کيپنګ دواړو کې به کار وشي انشاالله .
پوښتنه : تاسو جلال اباد ته راغلي ياست او زموږ لوبغاړي روزۍ نو څه فکر کوى، چې دلته شته امکانات بسنه کوي؟
ځواب : زه فکر کوم، چې دا په ټول افغانستان کې يوازينۍ اکاډمي ده، اکاډيمي نه بلکې تمريني لوبغالى، خو دا د يوې ملي لوبډلې لپاره له نشت سره برابر دى، که موږ دا فکر وکړو، چې موږ به له دې ځاى څخه لوبغاړي وړاندي کوو نو دا ناشونى دى.
دا څيزونه بايد په هر ځاى کې وي، ځکه ١٩ کلن لوبغاړي به هلته لوبې وکړي.
افغانستان ته زما د راتګ موخه دا نه ده، چې زه تنخوا واخلم او يا نور څه، د خداى شکر دى دومره اړتيا مې نشته، خو دا، چې ما په ژوند کې تل يوه ننګونه منلې او دلته زما د راتګ موخه دا ده، چې نړۍ ته وښيم، چې افغان کرکټ بورډ او لوبغاړي څومره کرکټ سره ليوالتيا لري.
څه ډول، چې افغان لوبډلې په دوو کلونو څومره پرمختګ وکړ، په هماغه ډول به زه د کرکت بورډ سره په ملتيا هڅه وکړم، چې په يو نيم کال کې داسې لوبغالي جوړ شي، چې نورو هيوادونو ته د تګ اړتيا نه وي او زما غوښتنه له منيجر صيب نه هم دا ده، چې څومره ژر کېداى شي، نو دا د پرمختګ چاره دې ژر تر ژره پيل کړي او که ونه شي، نو بيا بيا نورو هېوادونو ته تګ ستونزمن دى او نوي لوبغاړي به رانشي.
پوښتنه : څه فکر کوى، چې د افغانستان کرکټ لوبډلې لکه، چې تاسو يادونه وکړه په تېرو دوو کلونو کې ډېر پرمختګ کړى، خو سره له دې، چې په افغانستان کې لوبغالي او امکانات نشته نو تاسو د دغه پرمختګ لامل څه ګڼى؟
ځواب : د دې لامل زه فکر کوم دا دى، چې ډېرو لوبغاړو په پېښور کې لوبې کړي او بيا راغلي، هلته لوبه يو څه توپير لري، هلته د کرکټ ستوري او نه نويو لوبغاړو سره لوبې كوي، چې دغه كار په تېرو لسو کلونو کې ډېر تر سره شوې، چې زما په نظر يو لامل يي همدا دى.
خو زما خپل فکر دا دى تر هغې، چې سيمه ييز کرکټ ته کار ونه شي، ترهغې به هلته لوبغاړي ولوبيږي او بيا يي دلته راولو.
د پرمختګ يو بل لامل په ګډه زيار او هڅه ده ، شک نشته چې انفرادي به هم ښه وي، خو د دوې د زياتو ګټو يو لامل هم ټيم ورک يا د لوبډلې ګډه هڅه ده.
پوښتنه : تاسو له تېرو دوه دريو ورځو دلته راغلي ياست او زموږ له لوبغاړو سره کار کوى، څه غواړى، چې د راتلونکي لپاره، چې افغان لوبډله نړيوال جام او نورو سياليو ته لاره ومومي، څه بايد وشي؟
پوښتنه : زما لومړۍ خبره دا ده، چې افغانستان ته بايد د ټسټ لوبو زمينه مساعده شي او دا هله شونى ده، چې کله خپل لوبغالي ولرو، که دلته هر څومره تکړه تکړه لوبغاړي راشي، خو اى سي سي به تر هغې دا چانس را نه كړي، چې ترڅو خپل کورني کرکټ لپاره د ا امکانات ونه لرو.
د شل اوريزو لوبو ښه لوبغاړي شته، خو ټېسټ لوبې اسانې نه دي او تر هغې، چې پياوړې کورنۍ لوبې نه وي، نو دا به خورا ستونزمن كار وي.
نو اساسي کار دا دى، چې بايد خپل لوبغالي ولرو، چې په دې توګه به اي سي سي او اى سي سي را سره خپلې مرستې هم زياتې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


