ads

ترينکوټ کې قران کريم ته د سپکاوي پرضد لاريون

د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې سلګونو كسانو د ناټو ځواکونو له خوا قران کريم ته د سپکاوي پر ضد لاريون وکړ. لاريون کوونکي نن سهار په نهو بجو د ترينکوټ ښار په جامع جومات کې را‌ټول شوي وو او بيا يې د ولايت مقام مخې ته د تګ هڅه کوله، چې د پوليسو له […]

نویسنده: TKG
7 زمری 1389

د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې سلګونو كسانو د ناټو ځواکونو له خوا قران کريم ته د سپکاوي پر ضد لاريون وکړ.

لاريون کوونکي نن سهار په نهو بجو د ترينکوټ ښار په جامع جومات کې را‌ټول شوي وو او بيا يې د ولايت مقام مخې ته د تګ هڅه کوله، چې د پوليسو له خوا يې مخه ونيول شوه.

لاريون كوونكو رسنيو ته وويل، چې ناټو ځواکونو پرون د ترينکوټ ښار د مراباد په سيمه کې کور په کور عمليات ترسره کول.

هغوي زياته کړه، چې د عملياتو پرمهال له يوه کور څخه ښځو دوى ته قران کريم راووېست او ورته يې وويل، چې د قران کريم په روى مو مه ځوروئ.

د دوى په وينا بهرنيو ځواکونو قران کريم پر چاقوګانو او برچو وواهه او څېرې يې کړ.

دغه راز نن سهار د مراباد د سيمې اوسېدونکي، چې زيانمن شوى قران کريم هم ورسره وو، غوښتل يې، چې ترينکوټ ښار ته راشي، خو د پوليسو له خوا يې مخه ونيول شوه.

لاريون کوونکيو، چې کله غوښتل د ولايت مقام لوري ته ولاړ شي، د پوليسو له خوا پرې هوايي ډزې وشوې او هغوى يې له مخکې تګ څخه منع کړل.

له نن سهار راهيسې ترينکوټ ښار ته ننوتونکې لارې بندې او ټول ترينکوټ ښار تړل شوى دى .

ځايي دولتي چارواكو او ناټو ځواكونو په دغه اړه له څه ويلو ډه ډه كړې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA