په کندهار ښارکې تېره شپه ناپېژاندو وسلوالو پر پوليسو ډزې کړي او دوه تنه يې پكې وژلي دي. دغه پېښه د کندهار ښار د کابل په دوه لاري سيمه کې د شپې په شاوخوا نهو بجو رامنځته شوه.
په کندهار ښارکې تېره شپه ناپېژاندو وسلوالو پر پوليسو ډزې کړي او دوه تنه يې پكې وژلي دي.
دغه پېښه د کندهار ښار د کابل په دوه لاري سيمه کې د شپې په شاوخوا نهو بجو رامنځته شوه.
عيني شاهدانو ويلي،چې څو تنو موټر سايکل سپرو پر پلي پوليسو ډزې وکړې او يو تن يې پكې ټپي او بل يې وواژه.
د کندهار د ميرويس روغتون يوه ډاکټر د نوم د نه ښودلو په شرط ويلي كليد ته وويل، چې دوى ته يو ټپي پوليس راوړل شوى و، چې وروسته يې ساه ورکړه.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې پرون يې د کندهار ولايت په بېلا بېلو چاودنو او بريدونو کې ګڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې کله، چې افغان او ناټو ځواکونو په کندهارکې د نظامي عملياتو خبرې پيل کړي، په دې ولايت كې د نا امنۍ پېښې هم زياتې شوې دي.
په دې موده کې د ځانمرګو بريدونو او چاودنو ترڅنګ د دولتي مامورينو او قومي مشرانو د ترور پېښې هم زياتې شوې دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


