په غزني ولايت کې تېره ورځ د ماين په يوه چاودنه کې د ايساف اوه پولنډي سرتېري ټپيان شول. د پولنډ دفاع وزارت اعلان وکړ، چې دغه پېښه پرون له غرمې وروسته په غزني کې د دوى د ځواکونو نظامي اډې ته نږدې شوې ده.
په غزني ولايت کې تېره ورځ د ماين په يوه چاودنه کې د ايساف اوه پولنډي سرتېري ټپيان شول.
د پولنډ دفاع وزارت اعلان وکړ، چې دغه پېښه پرون له غرمې وروسته په غزني کې د دوى د ځواکونو نظامي اډې ته نږدې شوې ده.
سرچينې زياته کړه، چې د دوى ځواکونه پر ګزمې بوخت وو، چې د سړک پر غاړه ځاى پر ځاى شوى ماين پرې وچاودېد.
د ياد شوي وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په چاودنه کې اوه سرتېري ټپيان شوي، چې د غزني ښار نظامي روغتون ته وړل شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې دغه پېښه د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې له امله يې پنځه پولنډي سرتېري وژل شوي دي.
پولنډ په افغانستان کې ٢٦٠٠ سرتېري لري، چې ډېر يې په غزني کې مېشت دي او تراوسه يې ١٩ سرتېري وژل شوي دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


