پر جلال اباد ښار د تېرې شپې د يوه توغنديز بريد ترڅنګ په دې ښار کې د څو نورو درنو چاودنو غږونه هم اوريدل شوي، خو چارواکي وايي کوم ځاني تلفات نه لري.
پر جلال اباد ښار د تېرې شپې د يوه توغنديز بريد ترڅنګ په دې ښار کې د څو نورو درنو چاودنو غږونه هم اوريدل شوي، خو چارواکي وايي کوم ځاني تلفات نه لري.
توغندى تېره شپه شاوخوا لس بجې د جلال اباد په زړه د زاړه ګمرک ودانۍ کې لګېدلى، چې د والي د وياند احمد ضياعبدالزي په وينا يوازې د يوه تن لاس يې لږ ټپي کړى.
عبدالزى وايي، پېښه نور تلفات نه لري او دا هم جوته نه ده، چې توغندى له کومې خوا څخه راتوغول شوى و.
د دغه توغنديز بريد مسؤليت لا چا پرغاړه نه دى اخېستى، خو ترې وړاندې داسې پېښې وسله والو طالبانو خپل کارګاڼه.
بلخوا له نن سهار راهيسې په جلال اباد کې د څو درنو چاودنو غږونه اوريدل شوي، چې د والي د وياند په وينا دا کومه امنيتي پېښه نه وه.
وياند وايي، اوريدل شوي غږونه د هغو چاودول شويو توکو وو، چې د بهسودو په بحر اباد سيمه کې امنيتي ادارو له غره څخه پر سړک د رالوېدلې يوې لويې ډبرې د له منځه وړلو لپاره کارولي.
دغو دواړو پېښو په جلال اباد کې له څو ورځو راهيسې نسبتا کرار شوى امنيتي وضعيت بيا اندېښمن کړى او پر چارواکو يې د ځايي خلکو نيوکې په دې ډېرې کړي، چې د دوى په وينا د څو مياشتو په تېريدو سره لا هم د وضعې ښه کېدو په اړه د کړو ژمنو پوره کولو کې پاتې راغلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


