ads

نيمروز كې پر ۳۰۳ ډوله موټر بمي چاودنه

نن سهار څه باندې ۷:۳۰ دقيقې نيمروز ولايت كې پر يوه ۳۰۳ ډوله موټر بمي چاودنه شوې، چې د سيمه ييزو چارواكو په وينا، پېښه كې ۱۷ تنه مړه او ۲۵ تنه ټپيان شول. نن سهار څه باندې ۷:۳۰ دقيقې نيمروز ولايت كې پر يوه ۳۰۳ ډوله موټر بمي چاودنه شوې، چې د سيمه ييزو […]

نویسنده: TKG
6 زمری 1389

نن سهار څه باندې ۷:۳۰ دقيقې نيمروز ولايت كې پر يوه ۳۰۳ ډوله موټر بمي چاودنه شوې، چې د سيمه ييزو چارواكو په وينا، پېښه كې ۱۷ تنه مړه او ۲۵ تنه ټپيان شول.

نن سهار څه باندې ۷:۳۰ دقيقې نيمروز ولايت كې پر يوه ۳۰۳ ډوله موټر بمي چاودنه شوې، چې د سيمه ييزو چارواكو په وينا، پېښه كې ۲۰ تنه مړه او ۲۵ تنه ټپيان شول.

ويل كېږي پېښه كې زيانمن كسان ټول ملكي وګړي دي.

د ياد ولايت والي غلام دستګير ازاد د پېښې پخلى كړى او ويلي يې دي، چې دغه موټر ۶ بجې له زرنج څخه د كابل په لوري روان شوى وو، چې د نهالانو په سيمه كې پرې د سړك د غاړې بمي چاودنه وشوه.

د نوموړي په وينا، پېښه كې زيانمن شويو كسانو كې ښځې او ماشومان هم شاملي دي، او د ډېرى ټپيانو روغتيايي حالات د اندېښنې وړ دى.

سيمه ييزو چارواكوي ويلي، چې دغه ماين د طالبانو لخوا ايښودل شوى وو، خو طالبانو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA