د کليو او پراختيا وزارت د هېواد په کليو او بانډو کې د زياتو پروژو د پلي کولو لپاره د دغه وزارت پنځه کلن پلان برابر کړى دى. د کليو او پراختيا وزير جارالله منصوري، چې پرون يې په کابل کې يوې خبري غونډې ته
د کليو او پراختيا وزارت د هېواد په کليو او بانډو کې د زياتو پروژو د پلي کولو لپاره د دغه وزارت پنځه کلن پلان برابر کړى دى.
د کليو او پراختيا وزير جارالله منصوري، چې پرون يې په کابل کې يوې خبري غونډې ته د دغه پلان په باب څرګندونې کولې وويل، چې د دغه پلان د تطبيقولو لپاره يو نيم ميليارد ډالرو ته اړتيا شته او د نړېوال بانک له خوا به تمويل شي.
د کليو او پراختيا وزارت د هغې ستراتيژۍ په تطبقولو کې لومړى وزارت دى، چې د کابل تر نړېوال کنفرانس وروسته د لومړني ګام اخيستو وياړ ترلاسه کوي او خپله ستراتيژي اعلانوي.
د کليو او پراختيا وزير همدا راز وويل، اوس مهال د هېواد پنځه اويا په سلو کې کلي او بانډې د دغه وزارت د ملي پيوستون په پروګرام کې شامل دي او د دې ستراتيژۍ په تطبقولو سره په ټولو کليو کې د عامه ګټو پروژې پيليږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


