ads

ختيځ كې سېلابونو ۳۰ تنه مړه او نادركه كړل

د ختيځ په څلورو واړو ولايتونو کې له تېرې شپې راهيسې سخت سېلابونه راوتي، چې له  كبله يې يو دېرش تنه مړه او نادركه دي. دغه راز د دغو سېلابونو له كبله په زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او نورې ودانۍ زيانمنې شوي دي.       د ختيځ په څلورو واړو ولايتونو کې له تېرې […]

نویسنده: TKG
6 زمری 1389

د ختيځ په څلورو واړو ولايتونو کې له تېرې شپې راهيسې سخت سېلابونه راوتي، چې له  كبله يې يو دېرش تنه مړه او نادركه دي. دغه راز د دغو سېلابونو له كبله په زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او نورې ودانۍ زيانمنې شوي دي.

 

 

 

د ختيځ په څلورو واړو ولايتونو کې له تېرې شپې راهيسې سخت سېلابونه راوتي، چې له  كبله يې يو دېرش تنه مړه او نادركه دي.

دغه راز د دغو سېلابونو له كبله په زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او نورې ودانۍ زيانمنې شوي دي.

د سېلابونو تر ټولو زيانمنه سيمه د لغمان مرکز او يو شمېر ولسوالۍ دي، چې د والي د وياند ګل رحمان همدرد په وينا لس تنه يې مړه کړي، شل نور يې نادرکه کړي او همدا شان يې سلګونه څاروي، پنځوس زره جريبه ځمکه او لسګونه کورونه زيانمن او له منځه وړي.

د بل ختيز ولايت نورستان په بېلا، بېلو سيمو کې هم درانه سېلابونه راوتي .

د دې ولايت د ولايتي شورا رئېس عنايت الله مذهبيار کليد ته وويل، چې هلته په وانت ولسوالۍ کې د يوه روغتيايي مرکز کارکوونکى سېلابونو مړ کړى.

همدا شان د ننګرهار د طبيعي پېښو پروړاندې د چمتوالي ادارې رئيس عبدالوهاب شېرزاد وايي، چې د دې ولايت په بېلا، بېلو ولسواليو او د ښار ځينو سيمو کې سېلابونو زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې او د ميلونونو افغانيو مالي زيان يې اړولى.

د کونړ د والي وياند ادريس غروال هم کليد ته د دې ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د سېلابونو د راوتو خبرورکړ، خو په وينايې، هلته يوازې کرنيزې ځمکې او کورونه ويجاړشوي، خو کوم ځاني زيان نه لري.

د ختيز د څلورو واړو ولايتونو چارواکو له سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره خپل شته امکانات کم وبلل او له مرکزي حکومت او مرستندويو ادارو يې سېلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه وکړه.

سېلاب ځپلي خلک بيا پرحکومت نيوکه لري، چې دوى سره د مرستې په نامه ادارې يې جوړې کړي، خو داسې پلانونه او اسانتياوې يې په واک کې نه دي ورکړي، چې ترپېښو وروسته په بېړني ډول دوى سره مرسته وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA