ads

پكتيا كې ۱۵ ښوونځي ګټې اخيستنې ته چمتو شول

په پكتيا ولايت كې د څوارلسو ښوونځيو او يوې دينې مدرسې ودانۍ ګټې اخيستنې ته چمتو شوې. دغه ۱۴ ښوونځي او يوه مدرسه د دې ولايت په څكمنيو، جانخېلو، ځاځيو، پټان او احمدخېلو كې جوړ شوي، چې نږدې ۱۱۸۳۰۰۰ امريكايي ډالره لګښت پرې راغلى.   په پكتيا ولايت كې د څوارلسو ښوونځيو او يوې دينې […]

نویسنده: TKG
5 زمری 1389

په پكتيا ولايت كې د څوارلسو ښوونځيو او يوې دينې مدرسې ودانۍ ګټې اخيستنې ته چمتو شوې. دغه ۱۴ ښوونځي او يوه مدرسه د دې ولايت په څكمنيو، جانخېلو، ځاځيو، پټان او احمدخېلو كې جوړ شوي، چې نږدې ۱۱۸۳۰۰۰ امريكايي ډالره لګښت پرې راغلى.

 

په پكتيا ولايت كې د څوارلسو ښوونځيو او يوې دينې مدرسې ودانۍ ګټې اخيستنې ته چمتو شوې.

دغه ۱۴ ښوونځي او يوه مدرسه د دې ولايت په څكمنيو، جانخېلو، ځاځيو، پټان او احمدخېلو كې جوړ شوي، چې نږدې ۱۱۸۳۰۰۰ امريكايي ډالره لګښت پرې راغلى.

په ښوونځيو شوى لګښت د ولايتي بيارغونې د ډلې (P.R.T) ، نړيوال بانك، د پوهنې د رياست د پرمختيايې بوديجې او هندوستان هېواد له خوا وركړل شوى.

په دې ښوونځيو كې اته منځني پنځه لومړني ښوونځي يوه ليسه او يو عالي دارلعلوم شامل دى.

د پكتيا ولايت د پوهنې رئيس محراب الدين شفق وايي، چې د ۷۰ پروژو له ډلې يې دا پنځلس پروژې پاى ته ورسېدې.

نوموړى وايي، چې پاتې نورې پروژې به هم د روان لمريز كال تر پايه بشپړې شي.

كه څه هم دا مهال په پكتيا كې ۲۷۵ ښوونځي فعال دي او له دې ډلې څخه يې ۱۲۰ ښوونځي ودانۍ نه لري، خو بيا هم د دې ولايت ډيرى اوسيدونكي په دې خوښي ښيي، چې په ولايت كې يې د تېر په پرتله د ښوونې او روزنې په برخه كې زيات كار شوى دى.

په پكتيا كې د  پنځلسو ښوونځيو ودانۍ په داسې حال كې ګتې اخيستنې ته سپارل كېږي  چې د دې ولايت  په لرو پرتو سيمو كې لا هم  ښوونځي ودانۍ نه لري او زده كوونكي يې په دښتو كې توند لمر او سپېرو بادونو ته په لوست بوخت دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA