د نورستان ولايت مقام نن كليد ته په يوه را استولې خبر پاڼه كې ويلي، چې وسله والوطالبانو په خپل يوه ورځني حاكميت كې ۱۵۵ كورنه سوځولى، چې زيات مالي زيان يي رامنځته كړى دى.
د نورستان ولايت مقام نن كليد ته په يوه را استولې خبر پاڼه كې ويلي، چې وسله والوطالبانو په خپل يوه ورځني حاكميت كې ۱۵۵ كورنه سوځولى، چې زيات مالي زيان يي رامنځته كړى دى.خبرپاڼه زياته وي، وسله والو طالبانو په برګمټال كې دوه ښوونځي، يو روغتون او ټولې دولتي ادارې سوځولې دي
.
په خبرپاڼه كې راغلي،۱۵۰ كورنۍ له دې امله، چې كورونه يي د طالبانو لخوا سوځول شوي بې كوره شوي دي.
ياده ولسوالي تېره شپه پوليسو او ځانګړي افغان پوځيانو د بهرنيو ځواكونو د هوايي ځواک په ملا تړ بېرته له طالبانو ونيوله .
وسله والو طالبانو د كورونو د سوځولو په اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


