ads

د ملا تره خېل ساتونكي ونيول شول

د كابل امنيتي چارواكي وايي، چې د ملاترخېل په نامه د پارلمان د يوه وكيل څلورو ساتونكو، چې تېر ماښام يې په ميوند واټ كې پر يو شمېر خلكو ډزې كړې وې ونيول شول، خو خپله ملاترخيل پټ شوى دى.     د كابل امنيتي چارواكي وايي، چې د ملاترخېل په نامه د پارلمان د […]

نویسنده: TKG
5 زمری 1389

د كابل امنيتي چارواكي وايي، چې د ملاترخېل په نامه د پارلمان د يوه وكيل څلورو ساتونكو، چې تېر ماښام يې په ميوند واټ كې پر يو شمېر خلكو ډزې كړې وې ونيول شول، خو خپله ملاترخيل پټ شوى دى.

 

 

د كابل امنيتي چارواكي وايي، چې د ملاترخېل په نامه د پارلمان د يوه وكيل څلورو ساتونكو، چې تېر ماښام يې په ميوند واټ كې پر يو شمېر خلكو ډزې كړې وې ونيول شول، خو خپله ملاترخيل پټ شوى دى.

د كابل د امنيې قومندانۍ د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې  رئيس جنرال سيدعبدالغفار سيدزاده وايي، چې يو شمېر لارويانو د ملا ترخيل له ساتونكو سره نښته وكړه، چې په دغه وخت كې د دغه وكيل ساتوونكو له وسلې څخه كار واخيست او پر خلكو يي ډزې وكړې.

د سيد زاده په وينا په ډزو كې اوه تنه ټپيان شول، چې دوو تنو يي نن سهار په روغتون كې سا وركړه.

خو خپله ملا ترخېل شيبه مخكې ازادۍ راډيو ته وويل، چې د پېښې پر مهال دى په يوې خبري غونډه كې و او دا د ده پرضد يوه سياسي دسيسه ده ځكه دى وايي، چې دا يواځې يوه پېښه وه.

ترخيل داهم وويل، چې په دې اړه به وروسته خبري رسنيو ته مفصل معلومات وركړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA