ads

جنرال يعقوبي: د چاردرې عمليات پاي ته ورسېدل

د کندوز امنيه قومندانۍ د تېرو درې ورځنيو عملياتو لاسته راوړنې نن په دغه ولايت کې د يوه مطبوعاتې کنفرانس په ترڅ کې خبريالانو ته اعلان کړې.     د کندوز امنيه قومندانۍ د تېرو درې ورځنيو عملياتو لاسته راوړنې نن په دغه ولايت کې د يوه مطبوعاتې کنفرانس په ترڅ کې خبريالانو ته اعلان […]

نویسنده: TKG
5 زمری 1389

د کندوز امنيه قومندانۍ د تېرو درې ورځنيو عملياتو لاسته راوړنې نن په دغه ولايت کې د يوه مطبوعاتې کنفرانس په ترڅ کې خبريالانو ته اعلان کړې.

 

 

د کندوز امنيه قومندانۍ د تېرو درې ورځنيو عملياتو لاسته راوړنې نن په دغه ولايت کې د يوه مطبوعاتې کنفرانس په ترڅ کې خبريالانو ته اعلان کړې.

د کندوز امنيه قومندان جنرال محمد رزاق يعقوبې رسنيو ته وويل، چې د تېرو۳ ورځوعملياتو په لړ کې يي ۵ تنه وسلوال طالبان وژلې او۱۰ نور يې ټپيان کړي دي.

هغه زياته کړه ۴ تنه نور يې په خواجه غلتان کې د ۳ ميله وسلې سره نيولې، چې په وينا يې، د وسلوالو طالبانو يو قوماندان عبدالولې هم په کې شامل دي.

يعقوبې زياته کړه، د دغه عملياتو په ترڅ كې يې د چاردرې، نهرصوفې او زاخيلو کلي د وسلوالو طالبانو له شتون څخه په پوره ډول پاک کړل.

نوموړى زياتوي، چې ياد عمليات په دوو نا امنو سيمو کې ترسره شوي، چې د کندوز ښار د دويمې ناحيې شمالي غاړې او خواجه غلتان سيمې هم په کې شاملې دي.

د نوموړي په وينا، په ترسره شويو عملياتو کې د ملي اردو، ملي پوليسوسربېره امريکايي ځواکونه هم شامل وو.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ په ياده ولسوالۍ کې د جګړې پرمهال په يو جومات د توغندي د راپريوتو له کبله يو تن مړ او څلور نور ټپيان شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA