ads

مايك مولن: اسامه او ملګري يې پاكستان كې دي

د امریکا د متحده ایالاتو لوی درستیز امیرالبحر مایک مولن د هندوستان او پاکستان له سفر څخه وروسته د يكشنبې په ورځ افغانستان ته راغی. د امریکا د متحده ایالاتو لوی درستیز امیرالبحر مایک مولن د هندوستان او پاکستان له سفر څخه وروسته د يكشنبې په ورځ افغانستان ته راغی. نوموړي په ننګرهار کې یې […]

نویسنده: TKG
4 زمری 1389

د امریکا د متحده ایالاتو لوی درستیز امیرالبحر مایک مولن د هندوستان او پاکستان له سفر څخه وروسته د يكشنبې په ورځ افغانستان ته راغی.

د امریکا د متحده ایالاتو لوی درستیز امیرالبحر مایک مولن د هندوستان او پاکستان له سفر څخه وروسته د يكشنبې په ورځ افغانستان ته راغی.

نوموړي په ننګرهار کې یې له خپلو پوځي سرتېرو او په کابل کې  یې د ناټو له عمومي قوماندان ډېوېډ پټريوس سره وکتل.

هغه له غرمې وروسته په كابل كې خبریالانوته په يوه خبري غونډه كې وویل، چې دوى به ترهغې په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي، چې ترڅو ورته په دې هېواد کې اړتیا وي.

مايك مولن زياته كړه، چې دوى اوس هم د القاعدې، چې يوه خطرناكه شبكه ده په لټه کې دي او کوښښ کوي، چې افغانستان یوځل بیا د هغوى په پناه ځای بدل نشي.

نوموړي وویل، چې د شنبې په ورځ یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې او ترې يې وغوښتل، چې د تروریزم پر ضد مبارزه کې له دوى سره خپلې هڅې ګړندۍ کړي، ترڅو د القاعدې ريښې له قبایلي سیمو څخه وباسي.

هغه یوځل بیا دا خبره تکرار کړه، چې اسامه بن لادن او د القاعدې لوړ پوړي غړي په پاکستان کې دي.

د مايك مولن په وينا، نه یوازې دا، چې د دې ډلې مشران په پاکستان دي، بلکې نورې سخت دريځې ډلې هم پكې شتون لري، چې په ونيا يې دوى هڅه کوي، ترڅو يې پټنځایونه له منځه یوسي.

مولن د هغو دوه امریکایي سرتېرو په هکله، چې د شنبې په ورځ د لوګرولایت په څرخ ولسوالۍ کې لادرکه شوي وو وویل، چې ده ته هم دا خبر رسېدلی، چې په وينا يې د پیدا کولو هڅې يې روانې دي، خو نشي کولای، چې په اړه یې زیات معلومات ورکړي.

ټاکل شوې ده، چې مولن به له یو شمېر ا فغان چارواکو سره د افغانستان د امنیتي وضیعت په اړه هم خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې چنګاښ میاشتې په پنځمه هم  مایک مولن افغانستان ته راغلی وو او له وجمهوررئيس حامد کرزي سره یې د ارګ په ماڼۍ کې کتلي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA