ads

كندوز كې پر يوه جومات توغندى پرېوتى

د کندوز ولايت د چاردرې ولسوالۍ د غونډۍ کلي پر يوه جومات د توغندي د راپريوتو له امله يوتن مړ او ۴ نورټپيان شول. ياد پېښه تېره ورځ مازيګر ۵ بجې د چاردرې ولسوالۍ د نهرصوفي په سيمه کې د  وسله والو طالبانو او الماني سرتيرو ترمنځ د نښتې پرمهال رامنځته   د کندوز ولايت […]

نویسنده: TKG
4 زمری 1389

د کندوز ولايت د چاردرې ولسوالۍ د غونډۍ کلي پر يوه جومات د توغندي د راپريوتو له امله يوتن مړ او ۴ نورټپيان شول. ياد پېښه تېره ورځ مازيګر ۵ بجې د چاردرې ولسوالۍ د نهرصوفي په سيمه کې د  وسله والو طالبانو او الماني سرتيرو ترمنځ د نښتې پرمهال رامنځته

 

د کندوز ولايت د چاردرې ولسوالۍ د غونډۍ کلي پر يوه جومات د توغندي د راپريوتو له امله يوتن مړ او ۴ نورټپيان شول.

ياد پېښه تېره ورځ مازيګر ۵ بجې د چاردرې ولسوالۍ د نهرصوفي په سيمه کې د  وسله والو طالبانو او الماني سرتيرو ترمنځ د نښتې پرمهال رامنځته شوه، خو دا څرګنده نه ده، چې توغندى د کوم لوري لخوا توغول شوي و.

د چاردرې ولسوال عبدالواحدعمرخېل هم رسينو سره په خبرو کې د پېښې پخلې كړى او ويلي يې دي، چې په ياده پېښه کې يو تن وژل شوى او ۲ نورټپيان دي، خو نوموړي د نورو جزئياتو له ورکولو څخه د دمګړۍ لپاره بښنه وغوښته.

همدارنګه په کندوز کې د المان د ولايتې بيارغونې ډلې مطبوعاتې مسؤل ډګرمن ويبر کليد ته د چاردرې د جګړې اونښتو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له نا څرکند ځايه کليد ته د ټليفون پرکرښه ويلي، چې تېر ماښام ۵ بجې يي د چاردرې په نهرصوفی کلي کې د الماني سرتېرو يوعراده ټانګ ويجاړکړى، چې په پايله کې يې د هغه په خبره ۵ المانې عسکر وژل شوي.

خو د طالب وياند د دغه ادعا په اړه په کندوز كې مېشتو الماني سرتېرو تراوسه څه ندي ويلې.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو دريو ورځو راپه دېخو د کندوز په تر ټولو ناامنه ولسوالۍ چاردره کې د افغان دولت او نړيوالو ځواکونو ګډ عمليات روان دي، خو د دغه ولايت مسؤلين يې د پايلو په اړه څه نه وايي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA