ads

كرزي په سنګين كې د ملكي مرګ ژوبلې د څيړنې امر كړى

جمهور رئيس حامد كرزي د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ كې د ملكي خلكو د وژنې په اړه د څيړنو امر كړى دى. د راپورنو له مخې ويل كيږي، چې په دغه ولسوالۍ كې د جمعې په ورځ د نړېواله ځواكونو له خوا په توغول شويو توغنديو كې يو شمېر خلك وژل شوي او ټپيان […]

نویسنده: TKG
4 زمری 1389

جمهور رئيس حامد كرزي د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ كې د ملكي خلكو د وژنې په اړه د څيړنو امر كړى دى. د راپورنو له مخې ويل كيږي، چې په دغه ولسوالۍ كې د جمعې په ورځ د نړېواله ځواكونو له خوا په توغول شويو توغنديو كې يو شمېر خلك وژل شوي او ټپيان شوي دي.

 

جمهور رئيس حامد كرزي د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ كې د ملكي خلكو د وژنې په اړه د څيړنو امر كړى دى.

د راپورنو له مخې ويل كيږي، چې په دغه ولسوالۍ كې د جمعې په ورځ د نړېواله ځواكونو له خوا په توغول شويو توغنديو كې يو شمېر خلك وژل شوي او ټپيان شوي دي.

په هغه خبر پاڼه كې، چې له همدې امله له جمهوري رياست څخه خپره شوې راغلي، چې جمهور رئيس  كرزي د ملي امنيت سلاكار ته دنده سپارلې څو په دې برخه كې څيړنې وكړي.

ويل شوي، چې دغه څيړنې له تېرې ورځې راهيسې پيل شوې دي، خو په هلمند ولايت كې مېشت نړېوالو ځواكونو د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره د ملكي خلكو د مرګ، ژوبلې په اړه خپاره شوي راپورنه نا سم ګڼلي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA