ads

د پكتيكا پر سروضې ولسوالۍ توغنديز بريد

وسله والو طالبانو د سروضي په ولسوالۍ د د توغنديز برید او دولتي چارواکو د ۳ طالبانو د وژل کیدوخبرورکړی. دغه توغنديز بريد د یکشنبي په ورځ د مازدیګر پنځو بجو په شاوخوا کې پر يادې ولسوالۍ شوی،   وسله والو طالبانو د سروضي په ولسوالۍ د د توغنديز برید او دولتي چارواکو د ۳ […]

نویسنده: TKG
4 زمری 1389

وسله والو طالبانو د سروضي په ولسوالۍ د د توغنديز برید او دولتي چارواکو د ۳ طالبانو د وژل کیدوخبرورکړی. دغه توغنديز بريد د یکشنبي په ورځ د مازدیګر پنځو بجو په شاوخوا کې پر يادې ولسوالۍ شوی،

 

وسله والو طالبانو د سروضي په ولسوالۍ د د توغنديز برید او دولتي چارواکو د ۳ طالبانو د وژل کیدوخبرورکړی.

دغه توغنديز بريد د یکشنبي په ورځ د مازدیګر پنځو بجو په شاوخوا کې پر يادې ولسوالۍ شوی، چې وسله وال طالبان پکې ولسوالۍ کې مېشتوځواکونو ته د مرګ ژوبلي اوښتو دعوه کوي، خو دولتي چارواکي بیا وايي، چې په ځوابي برید کې یې ۳ تنه وسلوال طالبان وژلي دي.

د سیمې اوسیدونکي په دې اړه وایی، چې لومړی په ولسوالۍ د هاوان څلور توغندي وتوغول شول، چې وروسته د ناټو هليكوپترو په شکمنو ځایونو د ټیټو پروازونو ترڅنګ ډزې هم وکړې.

خو د سیمې خلک وايی، چې د دواړو لوریو د مرګ او ژوبلې په اړه دوی معلومات نه لري.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان د دې خبرې پخلی وکړ او په اړه يې کلید ته وویل، چي توغول شوي توغندي په شاړو ځمکو لګیدلي او چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتي.

افغان زیاته کړه، چې له دې وروسته ناټو ځواکونو د سروضي او مارزکو د کلیو ترمنځ په غرنۍ سیمه کې هوايي عملیات کړي او ۳ تنه وسلوال طالبان يي وژلي دي

بل پلو وسلوال طالبان وایي، چې د یکشنبې په مازدیګر يې د سروضي په ولسوالۍ ۹ پیره مزایل توغولي دي، چې ټول په ولسوالۍ کې دننه په هدف لګیدلي او په ولسوالۍ کې مېشتو کورنیو او بهرنیو ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولي ده.

خو دولتي چارواکو د طالبانو کړې دعوه رد کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې په ورځ هم د سروضي په ولسوالۍ ورته توغنديز برید ترسره شوی و، چې وسله والو طالبانو پكې د مرګ ژوبلې دعوه كوله، خو ناټو ځواكونو او سيمه ييزو چارواكو د هغوى دعوه رد كړې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA