د کابل – کندهار پر لويه لاره نن سهار وختي د سورلۍ د ٣٠٣ موټر د چپه کېدو له كبله ٢١ تنه مړه او ٢٦ نور ټپيان شول. دغه پېښه نن سهار شاو خوا څلور بجې د کندهار د دامان ولسوالۍ د مانده په سيمه کې رامنځته شوه.
د کابل – کندهار پر لويه لاره نن سهار وختي د سورلۍ د ٣٠٣ موټر د چپه کېدو له كبله ٢١ تنه مړه او ٢٦ نور ټپيان شول.
دغه پېښه نن سهار شاو خوا څلور بجې د کندهار د دامان ولسوالۍ د مانده په سيمه کې رامنځته شوه.
د نوموړي ولايت د ترافيکو مدير سمونوال محمدالله خان كليد ته وويل، چې يو ۳۰۳ ډوله موټر، چې له كندهاره كابل ته روان و د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ او زيات سرعت له امله، په ياده سيمه کې له سړکه اوښتى او چپه شوى دى.
د نوموړي په وينا، په دې ترافيکي پېښه کې ٢١ تنه مړه شوي او ۲۶ تنه نور ټپيان شوي دي، چې ماشومان او مېرمنې هم پكې شامل دي.
د ميرويس روغتون ډاکټران بيا وايي، چې دوى ته د۲۳ تنو مړي او ۲۶ تنه ټپيان ور وړل شوي ، چې د زياترو ټپيانو روغتيايي حال د انديښې وړ دى.
د يادونې وړده، چې په دې وروستيو کې په ياده شوې لويه لاره ترافيکي پېښې زياتې شوې دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


