ads

افغان او ناټو ځواکونو برګمټال ولسوالي بېرته ونيوله

د افغان او ناټو ځواکونو په ګډو عملياتو کې تېره شپه د نورستان د برګمټال ولسوالي بېرته ونيوله. وسله والو طالبانو وړمه شپه په يوولسو بجو له دوه ورځنيو نښتو وروسته دغه ولسوالي نيولې وه او حکومتي ځواکونه له ولسوالۍ وتي وو.   د افغان او ناټو ځواکونو په ګډو عملياتو کې تېره شپه د […]

نویسنده: TKG
4 زمری 1389

د افغان او ناټو ځواکونو په ګډو عملياتو کې تېره شپه د نورستان د برګمټال ولسوالي بېرته ونيوله. وسله والو طالبانو وړمه شپه په يوولسو بجو له دوه ورځنيو نښتو وروسته دغه ولسوالي نيولې وه او حکومتي ځواکونه له ولسوالۍ وتي وو.

 

د افغان او ناټو ځواکونو په ګډو عملياتو کې تېره شپه د نورستان د برګمټال ولسوالي بېرته ونيوله.

وسله والو طالبانو وړمه شپه په يوولسو بجو له دوه ورځنيو نښتو وروسته دغه ولسوالي نيولې وه او حکومتي ځواکونه له ولسوالۍ وتي وو.

د نورستان امنيه قوماندان جنرال قسيم پيمان رسنيو ته وويل، چې ولسوالي يې تېره شپه په يوولس نيمو بجو بېرته ونيوله.

هغه زياته کړه، چې د ملي اردو کومانډو ځواکونه ولسوالۍ ته د پراشوت له لارې پياده شوي وو او د ناټو هوايي ځواک هم ورسره مرسته کوله.

دى وايي، چې اوس ولسوالي د حکومتي ځواکونو په لاس کې ده.

په ختيزو ولايتونو کې د سيلاب قول اردو د دويمې لوا وياند جګړن شېر آقا وويل، چې د تېرې شپې په عملياتو کې د ملي اردو د دويمې، دريمې لوا او کومانډو ځواکونو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه، چې ملي او سرحدي پوليس هم په دې عملياتو کې ګډون کړى وو.

يادو شويو چارواکيو د تېرې شپې په نښته کې د دواړو لوريو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA