ads

چارواکي: له مطمين او ملګرو څخه يې پلټنې روانې دي

د غزني ځايي چارواکي وايي له ملا عبدالحي مطمئن او ور سره يو ځاي نيول شويو طالبانو څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي . ځايي چارواکي وايي مطمئن دا مهال د طالبانو د سيمه ييز وياند په توګه کار کاوه.   د غزني ځايي چارواکي وايي له ملا عبدالحي مطمئن او ور سره يو ځاي نيول […]

نویسنده: TKG
3 زمری 1389

د غزني ځايي چارواکي وايي له ملا عبدالحي مطمئن او ور سره يو ځاي نيول شويو طالبانو څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي . ځايي چارواکي وايي مطمئن دا مهال د طالبانو د سيمه ييز وياند په توګه کار کاوه.

 

د غزني ځايي چارواکي وايي له ملا عبدالحي مطمئن او ور سره يو ځاي نيول شويو طالبانو څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي .

ځايي چارواکي وايي مطمئن دا مهال د طالبانو د سيمه ييز وياند په توګه کار کاوه.

چارواکي وايي له ملا عبدالحي مطمئن او نورو ملګرو نه يې، چې د نړيوالو ځواکونو سره بنديان دي پوښتنې ګرويږنې روانې دي.

د غزني يوه لوړ پوړي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ويلي، چې په نيول شويو کسانو کې د غزني لپاره د طالبانو له لوري ټاکل شوى والي رحمت الله هم شامل دى .

دده په وينا دوه نور پوځي قوماندانان دي، چې په دغې سيمې کې يې د طالبانو بريدونه او جګړې تنظيمولې.

دغې سرچينې وويل، بهرنيو ځواکونو له مطمئن او ورسره د نورو نيول شويو کسانو څخه پوښتنې ګروېږنې پيل کوي، چې په اړه به يې نور جزيات وروسته خپاره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA