ads

په ۱۴ ولايتونو کې د ګوزڼ ضد کمپيان پيلېږي

د عامې روغتيا وزارت وايي نن به د هېواد په څلوارلسو ختيزو اوجنوبي ولايتونو کې د ګوزڼ ضد کمپاين پيل کړي . چارواکي وايي د دغه درې ورځني کمپاين په ترڅ کې به ۲،۹ميليونه ماشومان واکسين شي.   د عامې روغتيا وزارت وايي نن به د هېواد په څلوارلسو ختيزو اوجنوبي ولايتونو کې د ګوزڼ […]

نویسنده: TKG
3 زمری 1389

د عامې روغتيا وزارت وايي نن به د هېواد په څلوارلسو ختيزو اوجنوبي ولايتونو کې د ګوزڼ ضد کمپاين پيل کړي . چارواکي وايي د دغه درې ورځني کمپاين په ترڅ کې به ۲،۹ميليونه ماشومان واکسين شي.

 

د عامې روغتيا وزارت وايي نن به د هېواد په څلوارلسو ختيزو اوجنوبي ولايتونو کې د ګوزڼ ضد کمپاين پيل کړي .

چارواکي وايي د دغه درې ورځني کمپاين په ترڅ کې به ۲،۹ميليونه ماشومان واکسين شي.

د عامې روغتيا وزارت وايي، د ګوزڼ د مخنيوي لپاره هڅه کوي اغېزمنېدونکو او جګړه ځپلو سيمو ته ډېر پام وکړي.

د يادو چارواكو په وينا، په همدې لړ کې به نن د پوليو پر ضد د واکسين يو فرعي کمپيان پيل شي .

د عامې روغتيا وزارت چارواكي زياتوي، چې تېر كال بېلابېلې پېښې د دې لامل شوې، چې له كبله يې دغه وزرات نه يواځې خپل ټاکلي هدف ته ونه رسېد، بلکې په ۲۰۰۹ کال د ګوزڼ د پېښو شمېره تر ۳۰ اوښتى وه.

سږ کال بيا چارواکي وېره لري، چې د جګړې له امله به و نه شي کړاى ټول ماشومان واکسين کړي، چې د يادو چارواكو په وينا، کېداي شي بيا د ګوزڼ پېښې ډېرې شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA