د كندهار ښار د څلورمې امنيتي حوزې په سيمه كې نن سهار په پرله پسې توګه دوه چاودنې شوي دي، چې د سيمه ييزو چارواكو په وينا كوم تلفات نه لري.
د كندهار ښار د څلورمې امنيتي حوزې په سيمه كې نن سهار په پرله پسې توګه دوه چاودنې شوي دي، چې د سيمه ييزو چارواكو په وينا كوم تلفات نه لري.
دكندهار ښار د څلورمې امنيتي حوزې امر اميرمحمد رسنيو ته وويل، چې چاودنې د ملي امنيت د كاركوونكو پر موټرشوې، خو په وينا يې، تلفات نه لري .
د يو بل خبر له مخې، د كندهار د امنيې قومندانۍ مرستيال محمد شاه فاروقي وايي، چې تېره شپه د كندهار ښار د اتمې امنيتي حوزې په سيمه كې دوه ملكي وګړي د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوي دي.
دغه راز د كندهار ولايت يوه امنيتي مسؤل، چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي وويل، چې تېره شپه پنځه توغندي د كندهار په هوايي ډګر لګيدلي، خو ده يې د تلفاتو په اړه معلومات نه درلودل.
د دې توغنديو د توغولو مسؤليت وسله والو طالبانو منلى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


