ads

د بهرنيو ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته

د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو او وسله والو طالبانو د مخامخې جګړې ترڅنګ د دې ولايت دوه نورو سيمو کې  پر دوو  تېل وړونکو ټانکرونو  چاودنې شوي، بلخوا د دې ولايت چارواکي تريوې بلې چاودنې وړاندې د يوه ماين د نيولو خبرورکوي. د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو […]

نویسنده: TKG
3 زمری 1389

د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو او وسله والو طالبانو د مخامخې جګړې ترڅنګ د دې ولايت دوه نورو سيمو کې  پر دوو  تېل وړونکو ټانکرونو  چاودنې شوي، بلخوا د دې ولايت چارواکي تريوې بلې چاودنې وړاندې د يوه ماين د نيولو خبرورکوي.

د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو او وسله والو طالبانو د مخامخې جګړې ترڅنګ د دې ولايت دوه نورو سيمو کې  پر دوو  تېل وړونکو ټانکرونو  چاودنې شوي، بلخوا د دې ولايت چارواکي تريوې بلې چاودنې وړاندې د يوه ماين د نيولو خبرورکوي.

د خوګياڼو د جګړې په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه په ټليفون کليد ته وويل، چې جګړه پرون لس بجې د خوګياڼو په سورډاګ سيمه کې د امريکايي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ شوې.

د ده په دعوه جګړه کې د يوه وسله وال طالب د وژل کېدو ترڅنګ څلور امريکايان هم وژل شوي او يو پوځي ټانګ يې له منځه تللى.

په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې او د ننګرهار د والي وياند دواړو  په دې اړه ناخبري وښوده، خو د خوګياڼو ولسوال حاجي محمد حسن له نورو جزياتو پرته کليد ته د جګړې پخلى وکړ.

بلخوا همدا پرون سهار په دوو جلا پېښو کې  د ننګرهار پر رېنګ روډ او د روداتو ولسوالۍ په حصارشاهي سيمه کې د تېلو پر دوو ټانکرونو هم چاودنې شوي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزي کليد ته د لومړۍ او د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور د دويمې پېښې پخلى وکړ، خو دواړو ويل، چې چاودنې ځاني تلفات نه لري.

د امنيې قومندانۍ وياند کليد ته دغه راز د بهسودو ولسوالۍ اړوند د اخندزاده صيب په څلور لاري کې تر چاودنې وړاندې د يوه ماين د کشفولو خبر هم ورکړ، خو دا يې ونه ويل، چې ماين به په کومه موخه ځاى، پرځاى شوى و.

ننګرهار، چې له وروستيو راهيسې امنيتي وضعيت پکې خراب شوى و، له څو ورځو راهيسې پکې دا وضعيت يو څه کابو شوى ښکاري، خو ورسره لا هم يو شمېر ځايي خلک پر امنيتي وضعې اندېښمن دي او چارواکي د خپلو دندو په ترسراوي کې پاتې بولي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA