نړېوال سوله ساتي ځواكونه وايي، چې د دوى د دوو لا دركه شويو سرتېرو د موندلو هڅې دوام لري. په كابل كې د ايساف ځواكونو له خوا په خپره شوې اعلاميه كې ويل شوي، چې دغه دوه سرتېري د جمعې په ورځ ناوخته له خپلې اډې څخه وتلي،
نړېوال سوله ساتي ځواكونه وايي، چې د دوى د دوو لا دركه شويو سرتېرو د موندلو هڅې دوام لري.
په كابل كې د ايساف ځواكونو له خوا په خپره شوې اعلاميه كې ويل شوي، چې دغه دوه سرتېري د جمعې په ورځ ناوخته له خپلې اډې څخه وتلي، خو لا تر اوسه يې درك نه دى معلوم. راپورونه وايي، چې دغو سرتېرو پورې مربوط موټر په لوګر ولايت كې پيدا شوى، خو دوى لا تر اوسه نه دى معلوم.
اسوشيتيد پرېس خبري اژانس د ځينو امريكايي چارواكو له خولې خبر وركړى، چې دواړه لا دركه شوي سرتېري امريكايان دي.
د طالبانو يوه وياند ويلي، چې دوى د دغو سرتېرو په تښتولو كې لاس نه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


