ads

ختيځ كې ۴ طالبانو ته مرګ ژوبله ا وښتې

د ننګرهار چارواکي دعوه لري، چې تېره شپه يې د دې ولايت په ناامنه ولسوالۍ خوږياڼو کې خپل دوه وسله وال مخالفين وژلي او دوه نورټپيان کړي دي. د ننګرهار چارواکي دعوه لري، چې تېره شپه يې د دې ولايت په ناامنه ولسوالۍ خوږياڼو کې خپل دوه وسله وال مخالفين وژلي او دوه نورټپيان کړي […]

نویسنده: TKG
3 زمری 1389

د ننګرهار چارواکي دعوه لري، چې تېره شپه يې د دې ولايت په ناامنه ولسوالۍ خوږياڼو کې خپل دوه وسله وال مخالفين وژلي او دوه نورټپيان کړي دي.

د ننګرهار چارواکي دعوه لري، چې تېره شپه يې د دې ولايت په ناامنه ولسوالۍ خوږياڼو کې خپل دوه وسله وال مخالفين وژلي او دوه نورټپيان کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى وايي، چې وسله والو مخالفينو ته يې دا مرګ، ژوبله تېره شپه هغه مهال اوښتې، چې په ګړه باوې سيمه کې يې ډاټسن موټر د افغان امنيتي ځواکونو تر بريد لاندې راغى.

د والي وياند د خپلې دې دعوې په اړه نور جزيات نه لري، خو وايي تر پلټنو وروسته به يې په ډاګه کړي.

د خوږياڼو ځايي چارواکو په دې اړه تر ډېرو هڅو وروسته هم کليد سره له خبرو ډډه وکړه.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا له ناڅرګند ځايه په ټليفون د ننګرهار ولايتي ادارې پر دې دعوې ناخبري وښوده، خو دعوه يې وکړه، چې د دوى ملګرو هم تېره شپه د خوږياڼو په نکړخېلو کې د پوليسو پر يوه موټر بريد کړى، چې په ترڅ كې يې دوه سرتېري وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

د خپلواکو سرچينو په نظر اخېستنه کې په دې اړه پاتې راغلو، خو بايد وويل شي، چې د خوږياڼو ولسوالي د ننګرهار يوه له نسبتاًډېرو ناامنيو څخه يوه ده او ډېرکله پکې د ورته پېښو خبرونه ورکول کېږي.

چارواکي ډېرځله له دې پېښو ناخبري ښيى، خو د دې ولسوالۍ ولسوال کليد ته په يوه ځانګړې مرکه کې د دې ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې د دولت د وسله والو مخالفينو شتون منلى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA