ads

برګمټال ولسوالي يو ځل بيا د طالبانو لاسته ولوېده

له دوه ورځنيو سختو جګړو وروسته دولتي ځواکونو له برګمټال ولسوالۍ څخه شاتګ کړى او مخالفينو ياده ولسوالي نيولې ده. د نورستان والي جمال الدين بدر وايي، طالبانو تېره شپه يوولس بجې د ولسوالۍ ودانۍ نيولې ده.   له دوه ورځنيو سختو جګړو وروسته دولتي ځواکونو له برګمټال ولسوالۍ څخه شاتګ کړى او مخالفينو ياده […]

نویسنده: TKG
3 زمری 1389
برګمټال ولسوالي يو ځل بيا د طالبانو لاسته ولوېده

له دوه ورځنيو سختو جګړو وروسته دولتي ځواکونو له برګمټال ولسوالۍ څخه شاتګ کړى او مخالفينو ياده ولسوالي نيولې ده. د نورستان والي جمال الدين بدر وايي، طالبانو تېره شپه يوولس بجې د ولسوالۍ ودانۍ نيولې ده.

 

له دوه ورځنيو سختو جګړو وروسته دولتي ځواکونو له برګمټال ولسوالۍ څخه شاتګ کړى او مخالفينو ياده ولسوالي نيولې ده.

د نورستان والي جمال الدين بدر وايي، طالبانو تېره شپه يوولس بجې د ولسوالۍ ودانۍ نيولې ده.

هغه زياته کړه، چې دولتي ځواکونو د ولسوالۍ د مرکز شمال ته په پنځه کيلومترۍ کې موقعيت نيولى دى .

والي ادعا وکړه، چې وسلوالو طالبانو د ولسوالۍ له نيولو و روسته په نږدې کليو کې پر چور او چپاول لاس پورې کړى دى.

جمال الدين بدر وويل، چې وسلوالو طالبانو د مولوي عبدالخبير په نامه يو قومي مشر هم له دولت سره د همکارۍ په تور وژلى دى .

د نورستان والي زياته کړه، چې په تېرو دوو ورځنۍ جګړه کې د پوليسو لخوا ٢٣ وسلوال مخالفين وژل شوي دي .

دى وايي، چې په دې نښتو کې څلور پوليس هم وژل شوي او ١٥ نور يې ټپيان دي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي .

د يادونې وړ ده، چې پرون د ملي دفاع وزارت په برګمټال کې د ٥٠ طالبانو او د ناټو ځواکونو د ٢٥ د وژلو خبر ورکړى و.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد دغه ادعا رد کړې وه او د ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو د وژلو دعوه يې کړې وه.

ياده دې وي، چې دوه مياشتې مخکې هم برګمټال سقوط کړى و، خو څو ورځې وروسته د افغان او نړيوالو ځواکونو له خوا بېرته ونيول شوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA