ads

افضلي: نه همغږۍ نشه يي توکي ډېر کړي

په هېواد کې دنشه يي توکو د کښت او قاچاق د کچې د لوړوالي بنسټيز سبب د ګاونډيو هېوادونو او افغان دولت ترمنځ نه همغږي ده. دغه خبره، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وياند زلمي افضلي د شنبې په ورځ يوه خبري کنفرانس ته وکړه .   په هېواد کې دنشه […]

نویسنده: TKG
3 زمری 1389

په هېواد کې دنشه يي توکو د کښت او قاچاق د کچې د لوړوالي بنسټيز سبب د ګاونډيو هېوادونو او افغان دولت ترمنځ نه همغږي ده. دغه خبره، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وياند زلمي افضلي د شنبې په ورځ يوه خبري کنفرانس ته وکړه .

 

په هېواد کې دنشه يي توکو د کښت او قاچاق د کچې د لوړوالي بنسټيز سبب د ګاونډيو هېوادونو او افغان دولت ترمنځ نه همغږي ده.

دغه خبره، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وياند زلمي افضلي د شنبې په ورځ يوه خبري کنفرانس ته وکړه .

هغه وويل، چې تردې وروسته دوى هڅه کوي، چې د نشه يي توکو د له منځه وړلو په برخه کې له ګاونډيو هېوادونو سره يوځاى کنفرانسونه جوړ کړي .

هغه وايي، چې په تېر کې دوى ځکه ونه شو کولاى، چې په سيمه ييزه کچه کنفرانسونه جوړ کړي، چې يواځې انګلستان او د امريکا متحده ايالاتو له دې وزارت سره مرسته کوله .

نوموړي زياته کړه،چې د کابل تر کنفرانس وروسته يو شمېر نورو هېوادونو هم له دې وزارت سره د همکارۍ ژمنه وکړه او اعتراف يې وکړ، چې د نشه يي توکو ستونزه  افغاني نه، بلکې نړيواله ده.

افضلي زياته کړه، چې د ګاونډيو هېوادونو په مرسته به هڅه وکړي، چې په سرحداتو کې د نشه يي توکو د قاچاق مخه ونيسي، ترڅو دننه په هېواد کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق کچه ټيټه شي.

ياد شوي وزارت څه موده وړاندې اعلان  کړى و، چې د روان کال په ترڅ کې به په  ٢٣ ولايتونو کې د نشه يي توکو کښت صفر شي .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA