د فرانسې دفاع وزير له افغانستانه د ځواکونو د ايستلو لپاره د نېټې له ټاکلو او يا د دې موضوع له مطرح کولو سره مخالفت وکړ. دا په داسي حال کې ده، چې د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما اعلان کړى، چې د راتلونکي کال له جولايه به له افغانستانه د ځواکونو په ايستلو پيل وکړي.
د فرانسې دفاع وزير له افغانستانه د ځواکونو د ايستلو لپاره د نېټې له ټاکلو او يا د دې موضوع له مطرح کولو سره مخالفت وکړ.
دا په داسي حال کې ده، چې د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما اعلان کړى، چې د راتلونکي کال له جولايه به له افغانستانه د ځواکونو په ايستلو پيل وکړي.
خو بريتانيا بيا ويلي، چې د ۲۰۱۴ تر پايه به له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي.
د فرانسې دفاع وزير هيرف مورين وويل، چې له افغانستانه د فرانسوي ځواکونو د ايستلو په باب غږېدل به منفي نتيجې ولري.
فرانسه په افغانستان کې درې نيم زره پوځيان لري، چې د ناټو ترمشرۍ لاندې د ايساف په چوکاټ کې فعاليت کوي.
مورين په يوه مرکه کې، چې پرون لا کروکس ورځپاڼې خپره کړې وه، ويلي، چې دوي په افغانستان کې د دوو تښتول شويو فرانسوي ژورناليستانو د خلاصولو په خاطر د خبرو لپاره څو چاينلونه پرانستي دي.
دادوه فرانسوي ژورناليستان نژدې اووه مياشتې پخوا د تېر ميلادي کال په وروستۍ ورځ له دريو افغان ترجمانانو سره هغه مهال وتښتول شول، چې له تګابه سروبي ته روان و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


