ايتلافي ځواکونه د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې د پينځه وېشتو وسله والو طالبانو د وژلو دعوه لري، خو طالبان وايي وژل شوي پينځلس تنه ټول ولسي خلک دي.
ايتلافي ځواکونه د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې د پينځه وېشتو وسله والو طالبانو د وژلو دعوه لري، خو طالبان وايي وژل شوي پينځلس تنه ټول ولسي خلک دي.
په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې کليد ته وويل، چې پر برګمټال يې درانه پوځي عمليات پيل کړي، چې تر اوسه د دولت پينځه ويشت وسله وال مخالفين پکې وژل شوي.
د نورستان امنيې قومندان جنرال محمد قسيم پيمان بياوايي، چې هلته عمليات نه دي شوي او يوازې له نن سهاره وسله والو طالبانو پر برګمټال بريدونه کړي.
د نورستان والي جمال الدين بدر بيا وايي د برګمټال وروستيو جګړو کې د شپږو وسله والو طالبانو د وژل کېدو او يو شمېر نورو د ټپي کېدو ترڅنګ دولتي غاړې ته هم مرګ، ژوبله اوښتې، خو دى يې له کره شمېرې نه دى خبر.
د نورستان د ولايتي شورا رئيس عنايت الله مذهبيار هم کليد ته په برګمټال کې د درنې جګړې خبرورکړ او ويې ويل د ايتلافي ځواکونو د هوايي بمبار ترڅنګ يو شمېر نور ولسي خلک د دولت او طالبانو په دې وروستۍ جګړه کې وژل شوي، چې ده يې کره شمېر ونه ښود.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا له ناڅرګند ځايه په ټليفون کليد ته وويل، چې د تېرې شپې پر دولسو بجو بهرنيو ځواکونو د برګمټال پر يوې ولسي سيمې بمبار کړى، چې پينځلس عام وګړي يې وژلي.
ده تر بمبار وروسته پر دولتي پوستو د بريد او پکې د لسو سرتېرو د وژلو ترڅنګ يې په ټپي حالت کې د پينځلسو نورو د ژوندي نيولو دعوه هم وکړه.
طالب وياند پردې سربېره د خپلو دوو وسله والو ملګرو وژل کېدل او څلورو نورو ټپي کېدل هم مني.
برګمټال، چې له خيبرپښتونخوا سره په لنډه پوله پرته ولسوالي ده او له شاوخوا دوه اونيو راهيسې پکې تازه جګړې پيل شوي، چارواکي وايي د دې جګړو سمبالښت له کرښې ها خوا پاکستاني طالبان کوي، خو افغاني طالبان يې دعوه نه مني.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


