د ملګرو ملتو امنيت شورا له افغان حکومته تمه لري، چې د اقتصادي ودې، د خپلو امنيتي ځواکونو د ښه کولو او له فساد سره د مبارزې په برخو کې خپلې ژمنې په وخت عملي کړي.
د ملګرو ملتو امنيت شورا له افغان حکومته تمه لري، چې د اقتصادي ودې، د خپلو امنيتي ځواکونو د ښه کولو او له فساد سره د مبارزې په برخو کې خپلې ژمنې په وخت عملي کړي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د جمعې په ورځ، وروسته له دې، چې د م.م. سرمنشي بانکي مون د افغانستان د راتلونکي په اړه د کابل د نړيوال کنفرانس په باب دې شورا ته مالومات وړاندې کړل، يوه اعلاميه خپره کړه.
امنيت شورا په خپله اعلاميه کې ويلي، چې دوي د افغانانانو په مشرۍ د انتقال د پروسې ملاتړ کوي، چې هدف يې په داسي يوه هېواد کې د افغانانو مشري او د چارو کنټرول دى، چې دامهال نړيوالې موسېسې پکې د پام وړ رول لري.
نړيوالې ټولنې همداراز موافقه کړې، چې له افغانستان سره به په پنځو کلونو کې له ديارلس ملياردو ډالرو مرستې څخه نيمايي (پنځوس فيصده) د افغانستان حکومت ته ورکړي، چې پر هغو پروژو يې ولګوي، چې افغانان فکر کوي د دوي لپاره مهمې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


