ads

امريكا د پاكستان پر همكارۍ بې باروه ده

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا خاص استازي ريچارد هولبروک پرون  په لندن کې وويل، چې پاکستان د افغانستان د حکومت له لوري د سولې له هلوځلو سره تر پخوا زياته همکاري کوي، د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا خاص استازي ريچارد هولبروک پرون  په لندن کې وويل، چې پاکستان د افغانستان د […]

نویسنده: TKG
2 زمری 1389

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا خاص استازي ريچارد هولبروک پرون  په لندن کې وويل، چې پاکستان د افغانستان د حکومت له لوري د سولې له هلوځلو سره تر پخوا زياته همکاري کوي،

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا خاص استازي ريچارد هولبروک پرون  په لندن کې وويل، چې پاکستان د افغانستان د حکومت له لوري د سولې له هلوځلو سره تر پخوا زياته همکاري کوي، خو د پاکستان همکاري په هغه اندازه نه ده، چې امريکا يې غواړي.

د پاکستان د پوځ له لوري په سرحدي سيمو کې عمليات د نړيوالو ځواکونو له لوري په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره مهم ګڼل کېږي.

خو عملاً هرڅومره، چې پاکستان په خپله خاوره کې پر طالبانو فشار راوړي په هماغه اندازه په قبايلي سيمو کې مېشتو طالبانو افغانستان ته مخه کړې او د پاکستاني ځواکونو پرځاي له افغان او نړيوالو ځواکونو سره جنګېدلي دي.

د افغانستان د امنيتي چارو کارپوهان وايي د پاکستان پوځي عمليات يوازې هغه وخت د افغانستان لپاره ګټور تمامېداي شي، چې پاکستان په خپله خاوره کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو اډې او مرکزونه له يوې مخې بند کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA