ads

افغان چارواكي: عبدالحي مطمئن نيول شوى

چارواکي وايي، چې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د ملاعمر وياند ملاعبدالحي مطمئن له څو تنو نورو طالبانوسره وړمه شپه د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې نيول شوى دى. چارواکي وايي، چې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د ملاعمر وياند ملاعبدالحي مطمئن له څو […]

نویسنده: TKG
2 زمری 1389

چارواکي وايي، چې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د ملاعمر وياند ملاعبدالحي مطمئن له څو تنو نورو طالبانوسره وړمه شپه د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې نيول شوى دى.

چارواکي وايي، چې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د ملاعمر وياند ملاعبدالحي مطمئن له څو تنو نورو طالبانوسره وړمه شپه د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې نيول شوى دى.

ملاعبدالحي مطمين وروسته له دې، چې مولوي عبدالوکيل متوکيل د طالبانو د باندنيو چارو وزير وټاکل شو ان تر ۲۰۰۱ کال تر پايه پورې، چې د امريکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې د طالبانو رژيم وپرزېد د ملاعمر وياند وو.

د غزني د امنيې قومندان خيال باز شېرزوى هم په اندړ ولسوالۍ کې د وړمې شپې د عملياتو په ترڅ کې د اوو تنو طالبانو د نيولو خبره تائيدوي، خو وايي، دى نه پوهېږي، چې د هغوي په منځ کې عبدالحي مطمئن هم شامل دى او کنه.

د نوموړي په وينا، ورته ويل شوي، چې مطمئن هم په نيول شويو کسانو کې شامل دى، خو دى دا خبره نه تائيدوي او نه يې هم ردوي.

خو د اندړ ولسوال شېرخان يوسفزي د دغو کسانو نيونه تائيد کړې ده.

هغه ويلي، چې مطمئن او نور نيول شوي کسان، چې درې يې مهم قومندانان دي، په غزني کې د ايتلافي ځواکونو په توقيف کې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA