د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د هېواد په جنوب کې د خپلو څلورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ. دغه خبر په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ورکړى دى.
د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د هېواد په جنوب کې د خپلو څلورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ورکړى دى.
سرچينې زياته کړې، چې دوه سرتېري يې د وسلوالو مخالفينو په مخامخ وسلوال بريد او دوه نور يې د ماين په چاودنو کې وژل شوي دي.
يادو ځواكونو، د پېښې کره ځاى او د وژل شويو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى، خو امنيتي سرچينې وايي، چې په وژل شويو کسانو کې يې دوه بريتانوي، يو ډنمارکى او يو امريکايى دى .
بل خوا وسلوالو طالبانو د هلمند په سنګين او موسى کلا ولسواليو کې د بريدونو او چاودنو پرمهال، د ګڼ شمېر بهرنيو ځواکونو د وژلو ادعاوې کړې دي.
د روان ميلادي کال له پيل راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيو سرتېرو شمېره ٣٩٠ تنو ته ورسېده، چې يواځې ٢٤٨ يې امريکايان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


