ads

كندوز كې په سلګونه ماينونه او مرمۍ كشف شول

د کندوز امنيه قومندانۍ خبر ورکړ،چې د ارچې او خواجه غار ولسواليو ترمنځ يي د مهماتو زيرمتون کشف او ترلاسه کړيدي. د ياد ولايت امنيه قومندان جنرال محمد رزاق يعقوبې نن خبريالانو ته وويل، چې د تېرو 3 ورځو په ترڅ کې يي د ارچې ولسوالې په مربوطاتو کې 356 حلقې   د کندوز امنيه […]

نویسنده: TKG
31 چنګاښ 1389

د کندوز امنيه قومندانۍ خبر ورکړ،چې د ارچې او خواجه غار ولسواليو ترمنځ يي د مهماتو زيرمتون کشف او ترلاسه کړيدي. د ياد ولايت امنيه قومندان جنرال محمد رزاق يعقوبې نن خبريالانو ته وويل، چې د تېرو 3 ورځو په ترڅ کې يي د ارچې ولسوالې په مربوطاتو کې 356 حلقې

 

د کندوز امنيه قومندانۍ خبر ورکړ،چې د ارچې او خواجه غار ولسواليو ترمنځ يي د مهماتو زيرمتون کشف او ترلاسه کړيدي.

د ياد ولايت امنيه قومندان جنرال محمد رزاق يعقوبې نن خبريالانو ته وويل، چې د تېرو 3 ورځو په ترڅ کې يي د ارچې ولسوالې په مربوطاتو کې 356 حلقې د پرسونل ضد ماينونه، 35 فيره بيم يک راکټ مرمۍ او 10 بکسې د سپكو وسلو مرمۍ، چې 5000 زره فيره مرمۍ کيږي کشف او ترلاسه کړي دي.

يعقوبې زياته کړه، چې پدي تړاو يي تر اوسه پورې څوک ندي نيولې.

هغه وويل، چې د دولت ضد خلکو غوښتل، چې د دغومهماتو ځني د دغه ولايت په ورانيو کې کار واخلې، چې په دي اساس د دغو مهماتو يو څه يي  چاردرې ولسوالۍ ته انتقال کړي وو.

خو يقعوبې دا څرګنده نه كړه، چې دا د كوم هېواد اړوند وسلې وې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA