د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ په نښته كې د درې قوماندانانو په ګډون ٢٥طالبان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.
د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ په نښته كې د درې قوماندانانو په ګډون ٢٥طالبان وژل شوي او ٢٠ نور يې ټپيان دي.
تردې دمخه، د ١٣ طالبانو د وژل کېدو او د ١٥ نورو د ټپې کېدو خبر ورکړل شوى و.
د پوليسو د لويديځ زون مطبوعاتي مسؤل عبدالرووف احمدي رسنيو ته وويل، چې دغه پېښه د پشت رود ولسوالۍ د سرو اوبو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
همدارنګه احمدي زياته کړه، چې په ټپيانو کې د دوه تنو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى او کشفى اطلاعات داجوته وي، چې ياد کسان د درملنې لپاره پاکستان ته لېږدول شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


