د ننګرهار ولايتي اداره په داسې حال کې، چې له وروستيو راهيسې له خلکو سره د خپل واټن د پيدا کېدو خبره مني، وايي د ختمولو لپاره يې پينځو ناامنو ولسواليو ته نوي ولسوالان ټاکلي او د نورو چارواکو د نوي کېدو هڅه روانه ده.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزي کليد ته په يوې ځانګړې مرکه کې وويل، چې له څو ورځو راهيسې د ننګرهار د چپرهار، خوګياڼو، حصارک، شېرزاد او اچين ولسواليو ته يې د اړتيا له مخې نوي ولسوالان ټاکلي او نورو ولسواليو ته د نويو ولسوالانو ټاكلو کار روان دى.
عبدالزي کليد ته په دې مرکه کې که څه هم د ولسوالانو د نوي کېدو اړتيا جوته نه کړه، خو دا يې ومنله، چې د خلکو او ننګرهار ولايتي ادارې ترمنځ ستونزې او واټن رامنځته شوى.
د ننګرهار د والي وياند د دې چارواکو د ټاکنې معيار د هغو کاري تجربه او ولايتي ادارې ته ژمنوالى وښود.
دا هغه معيار دى، چې يو شمېر خلک يې کمزورى ګڼي او وايي ډېر نالوستي کسان يې په پلمه د ننګرهارد ولسوالانو په توګه ټاکل شوي.
د ننګرهار دا پينځه ولسوالۍ، چې نوي ځايي چارواکي ورته ټاکل شوي، چپرهار، خوګياڼى، حصارک او شېرزاد يې د ننګرهار له نسبتاً ډېرو او اچين يې يو څه له ناامنو سيمو څخه دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ