په کابل کې د امريکايي ځواکونو د قوماندانۍ مرستيال بريد جنرال فاټن وايي، چې په مزار شريف کې د وړمې ورځې پېښه به د امريکايي او افغان ځواکونو په اړيکو بده اغيزه ونه کړي، چې په وينا يې دوى، به د افغان ملي اردو روزلو ته دوام ورکوي.

وړمه ورځ په مزار شريف کې د تمريناتو پر مهال د ملي اردو يوه سرتېري په خپلو امريکايي ملکي روزونکيو ډزې وکړې، چې دوه امريکايي ملکي کسان يې ووژل او يو بل ټپي شو.
نوموړي وويل، چې اوس هم هره ورځ د شلو زرو په شاوخوا کې افغان ملي اردو ته د پکتيا، هرات، کابل، کندهار او بلخ په ولايتونو کې روزنه ورکوي.
فاټن زياته کړه، چې د ملي اردو او امريکايي ځواکونو په ځوابي ډزو کې د دې سرتيري په ګډون دوه افغان سرتيري ووژل شول او يو بل ټپي شو.
نوموړي په دې اړه د زياتو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه، خو ويې ويل چې د پېښې په اړه د افغان او امريکايي ځواکونو څېړنې روانې دي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه شان پيښې به د امريکايي او افغان ځواکونو ترمنځ هيڅ راز بده اغيزه ونه لري او نور به هم خپلو تمريناتو ته دوام ورکوي.
د يادونې وړ ده، چې د روانې مياشتې په ٢٢مه ،هم په هلمند ولايت کې د ملي اردو يوه سرتيري درې بريتانوي سرتيري ووژل، ٦ نور يې ټپيان کړل او په خپله په تيښته بريالى شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ